Posts filed under: UN70

دکندهار د انځورونو په نندارتون کې افغان مسلکي کارکوونکي ولمانځل شول

کندهار، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۲۶ مه – د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې د لمانځلو دیوې برخې په توګه، د یوې ډلې افغان مسلکي کارکوونکو کار نن په کندهار کې د یوه انځوریز نندارتون په ترڅ کې ولمانځل شو

په دې غونډه کې د ویسا اکاډمي د زده کوونکو تر څنګ، د مدني ټولنې غړو، خبریالانو او دملګرو ملتونو چارواکو په ګډون شاوخوا ۳۰ تنو برخه واخیسته

د لمانځغونډې پر مهال د خپلو خبرو په ترڅ کې ښاغلي سیمون هیرمیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کورنۍ په استازیتوب د ملګرو ملتونو او افغانستان ترمنځ د مشارکت په اړه په ځانګړې توګه په سویلي ولایت اودې سیمه کې خبرې وکړې

ښاغلی هیرمیس چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د کندهار دسیمه ییز دفتر مشر دی وویل چې، د ملګرو ملتونو کورنۍ په کندهار او سرحدي سیمه کې کار کوي تر څو د بشري مرستو او بشري حقونو په ګډون افغانانو ته خدمتونه چمتو کړي

نوموړي همدارنګه یو شمیر ننګونې په ګوته کړې: ” یواځې په دې سیمه کې، موږ د ویجاړوونکې جګړې  دزور اخیستنې شاهدانو یو. “او ټینګار یې وکړ تر څو چې ملګرو ملتونو ته په دې هیواد کې اړتیا وي، موږ به له افغانستان سره په مشارکت کې کار وکړو

ښاغلي هیرمیس زیاته کړه : ” له دې فرصت نه په ګټې پورته کولو سره زه غواړم ووایم ملګري ملتونه به له افغانستان سره خپلو مرستوته تر هغه ادامه ورکړي چې اړتیا وي ورته او افغانستان د سولې او ثبات هیلې ته ورسیږي “

ښاغلي هیرمیس له خبریالانو او د مدني ټولنې له استازو سره ملګرتیا وکړه او د هر انځور په اړه یې له محصلینو او نورو ګډونوالو سره خبرې وکړې. د ویسا اکاډمۍ زده کوونکو له نندارتون سره ډیره علاقه وښوده او د هغو افغان مسلکي کارکوونکو په اړه یې پوښتنې وکړې چې انځورونه یې نندارې ته وړاندې شوي وو

دغه لوی پانورامیک انځورونه شاو خوا څلور متره اوږدوالی لري، دهیواد په بیلابیلو مشخصوسیمو کې یې انځورونه اخیستل شوي چې ، دغو مسلکي کسانوپکې کارکا وو او هر یو یې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو ، له کډوالو سره د مرستو، دچاپیریال ساتنې او همدارنګه په نورو مهمو برخو کې اغیزمن کارونه تر سره کړي

نوموړي نندارتونونه چې په کابل، مزارشریف، جلال آباد او هرات ښارونو کې نندارې ته وړاندې شول، دولتي چارواکو، دیپلوماتانو اوسیمه ییزو مشرانو ترې لیدنه وکړه

همداراز هغه بلبوردونه چې د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې په مناسبت چمتو شوي او په افغانستان کې دملګرو ملتونو د کار ښکارندویي کوي په کندهار کې خپاره شول، په داسې حال کې چې لومړی په کابل او نورو ښارونو کې خپاره شوی وو

دغه نهه پانورامیک انځورونه چې په نندارتون کې  د مسلکي کارکوونکو له پیژندنې سره یو ځای نندارې ته وړاندې شول، په UNAfghanistan.org. د لاسرسي وړ دي

Continue Reading →

په کندهار کې د ملگرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې غونډې پر مهال د پیاوړي مشارکت لمانځنه وشوه

کندهار، د ۲۰۱۵ کال دنوامبر ۲۵ مه – دولتي چارواکي، د مدني ټولنې استازي او سیمه ییز مشران  د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په کندهار کې یوځای شول تر څو د افغانستان او ملګرو ملتونو تر منځ له اوږدمهاله مشارکت څخه لمانځنه وکړي

دکندهار مرستیال والي، عبدالعلي شمسي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي مرستیال تدامیچي یاماموتو په دې غونډه کې خبرې وکړې. د دې غونډې مهمه برخه د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د انځورونو نندارتون و چې، د یو شمیر وتلو افغان متخصصینو د کار ښکارندویي یې کوله او ملګرو ملتونو ورسره ګډ کار او له دوی څخه یې ملاتړ کړی

ښاغلي یاماموتو چې په کندهار کې یې د دې بنسټ د کارونو په اړه او دهغو ننګونو په اړه چې نوموړې اداره ورسره په سیمه کې مخ ده خبرې کولې، وویل: ” موږ ویاړو چې د ملګرو ملتونو اویایمه کلیزه له خپلو ملګرو، شریکانو او نږدې همکارانو سره لمانځو “

نوموړي زیاته کړه: ” افغانستان داسې یوه قضیه ده چیرته چې موږ کولای شو دواړه خپلې لاسته راوړنې ولرو او همدارنګه په مخ کې پرتو جدي ننګونو سره هم مخ شو “

” زموږ یو شمیر کارکوونکو چې زه یې نن ستاینه کوم، ډیرې لویې سر ښندنې تر سره کړي. زه نن خپلې همکارې ټورپیکۍ الفت ته خپل احترامات وړاندې کوم چې تیره میاشت په همدې ښار کې ووژل شوه “

ښاغلي یماماتو د ننګرهار له مرستیال والي سره د نندارتون د کتلو پر مهال ملګري وکړه، او دهر انځور په اړه یې خبرې وکړې چې د هیواد د راتلونکې لپاره یې د یو بدلون رامنځ ته کولو په موخه د مسلکي افغانانو د کار ښکارندویي کوله

د ځانګړي استازي مرستیال وویل: ” له موږ سره پوښتنه پیدا شوه چې د ملګرو ملتونو او افغانستان ترمنځ له ځانګړو اړیکو او همدارنګه له هغو موخو څخه چې نوموړې اداره یې رامنځ ته کړه په کومه غوره توګه مانځنه وکړو. “نوموړي زیاته کړه:” د دې پر ځای چې، د ملګرو ملتونو لاسته راوړنې لست کړو، موږ پریکړه وکړه چې د ۱۲ افغان متخصصینو په کارونو تمرکز وکړو “

ښاغلي یاماموتو وویل ، دا د دوی کارونه دي چې په غوره توګه دملګرو ملتونو د موخو ښکارندویي کوي. دوی د نندارتون لپاره په دې موخه ونه ټاکل شول چې په افغانستان کې دبیلابیلو برخو استازیتوب کوي، بلکې دوی دهغو بیلابیلو فعالیتونو استازیتوب کوي چې ملګري ملتونه پکې ښکیل دي

ښاغلي یاماموتو زیاته کړه: ” که څه هم د بشري حقونو، د تاریخي میراثونودساتنې، د چاپیریال ساتنې، د ځوانانو انسجام، د ښوونې او رزنې، د ښه ژوند برابرول لکه ماین پاکي او داسې نورې چارې وي، د دوی کار د دوی او د دوی د ټولنې او هیواد لپاره یو اعتبار دی “

ښاغلي شمسي هم د ملګرو ملتونو د مثبتو کړنو په اړه خبرې وکړې چې په افغانستان او په تیره بیا په کندهار ولایت کې یې  دښوونې او روزنې، روغتیا، د څښاک د پاکو اوبو برابرولو او د ماین پاکي په برخو کې دبیلابیلو پروژو له لارې تر سره کړي

نوموړي د کډوالو او همدارنګه په ولایتونو کې دامنیتي حالت د ښه کولو په برخو کې د ملګرو ملتونو د کار په اړه خبرې وکړې

هغه وویل: ” په کندهار ولایت کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه او او پروژې د ستایلو وړ دي. خو اوس هم سیمه د کرنې ، لوړو زدکړو، روغتیا او پرمختګ او همدارنګه د سولې او امنیت په برخو کې د دې بنسټ مرستو ته اړتیا لري “

د نوموړي په وینا: ” موږ باید هغه لاسته راوړنې چې ملګرو ملتونو او دولت د تیرو ۱۴ کلونو په ترڅ کې لرلي، وساتو. “هغه د ټولو هغو کسانو د کار ستاینه وکړه چې په کندهار کې یې د خلکو د ژوند د ښه کولو په موخه تر سره کړي “

په دې غونډه کې شاوخوا ۶۰ کسانو برخه اخیستې وه چیرته چې د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې نندارتون ځانګړي پانارومیک انځورونه نندارې ته وړاندې شول. دغه لوی انځورونه، چې شاو خوا څلور متره اوږدوالی لري، په هر یوه کې درې صحنې تر سترګو کیږي چې د روغتیا، کډوالو او د چاپیریال ساتنې په برخو کې د مسلکي کار کوونکو د کار مهمې برخې روښانه کوي

دغه نهه پانورامیک انځورونه چې په نندارتون کې  د مسلکي کارکوونکو له پیژندنې سره یو ځای نندارې ته وړاندې شول، په UNAfghanistan.org. د لاسرسي وړ دي

Continue Reading →

په هرات کې د ملگرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې غونډې پر مهال افغان متخصصین ولمانځل شول

هرات، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۹ مه – په هرات کې د ملگرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د لمانځغونډې پرمهال د یوه نندارتون له مخې دیو شمیر افغان متخصصینو له فوق العاده کار څخه لمانځنه وشوه

د افغان خبریالانو، د مدني تولنې غړو، دیپلوماتانو او د ملګرو ملتونو چارواکو په ګډون شاوخوا ۸۰ تنو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه

په افغانستان کې دملګرو ملتونو په استازیتوب، ډامنیک میدلي او په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشر، عبدالقادر رحیمي د ملګرو ملتونو او دافغانستان تر منځ د مشارکت په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د فرهنګي میراثونو موسسې مشر، حبیب نوري، چې په نندارتون کې یې دکار انځورونه نندارې ته وړاندې شوې و، هم په دې غونډه کې خبرې وکړې

ښاغلي رحیمي وویل چې، ملګري ملتونه له لسیزو راپدیخوا په افغانستان کې کار کوي او خلکو ته یې د بشري مرستو، بشري حقونو او همدارنګه د تاریخي میراثونو د ساتنې په برخو کې ښه خدمتونه تر سره کړي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې، افغانستان په ۱۹۴۸ کال کې د ۴۷ نورو هیوادونو تر څنګ د بشري حقونون نړیوالې اعلامیې ته رایه ورکړه کوم چې په ټوله نړۍ کې یې دبشري حقونو د ترویج په برخه کې ارزښتناکه اغیزې درلودې

نوموړی نندارتون چې یو شمیر ځانګړي پانورامیک انځورونه پکې نندارې ته وړاندې شول څلور متره اوږدوالی او درې بیلابیلې صحنې لري چې د روغتیا، ماین پاکي، کډوالو او چاپیریال ساتتې په برخو کې د متخصصینو د کار ښکارندویي کوي

دهرات په نندارتون کې هم د کابل، مزارشریف او جلال آباد په څیر سلګونو کسانو برخه اخیستې وه

ویب پاڼه کې دلاسرسي وړ دي unafghanistan.org نوموړي انځورونه په

Continue Reading →

په هرات کې د ملگرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې غونډې پر مهال د پیاوړي مشارکت لمانځنه وشوه

هرات، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۸ مه – په هرات ښار کې دملګرو ملتونو د ۷۰یمې کلیزې غونډې پرمهال چې له ملګرو ملتونو سره یې د افغانستان د اوږدمهاله مشارکت لمانځنه یې کوله، دهرات والي د ملګرو ملتونو ساینه وکړه

په دې غونډه کې د پارلمان د غړو، دولتي چارواکو، د مدني ټولنې استازو او د ملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسانو برخه اخیستې وه

د غونډې پر مهال د هرات والي، ښاغلي محمد آصف رحیمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي مرستیال مارک باوډن ګډونوالو ته خبرې وکړې

ښاغلي رحیمي وویل: ” د نړۍ په کچه ډیرې سختې ننګونې شتون لري او ملګري ملتونه د دې ستونزو د مخنیوي په برخو کې ډیر مهم رول لوبوي. “ نوموړي زیاته کړه چې دافغانستان خلک د ملګرو ملتونو د خدمتونو ستاینه کوي

نوموړي ۱۹۹۰ کلونو ته په اشارې سره وویل کله چې کابل تر محاصرې لاندې و، ملګرو ملتونو اړینې مرستې تر سره کولې، او کله چې طالبانو واک درلود، ملګري ملتونه یواځینۍ نړیواله اداره وه چې روغتیایي او نورو خدمتونو ته د ښځو دلاسرسي لپاره یې خبرې کولې

ښاغلي رحیمي همداراز وویل: ” د هرات دوالي په توګه زه غواړم د ملګرو ملتونو له ښو خدمتونو څخه ستاینه وکړم چې په هرات کې یې د سولې ، امنیت او ښې حکومتولۍ په برخو کې تر سره کړي “

” افغانستان اوس هم له سختو ننګونو سره مخ ده، خو دافغانستان خلک ژمن دي چې پر ننګونو بریالي شي او یو سوله ییز هیواد ولري او له ګاونډیو سره په سوله کې ژوند وکړي “

ښاغلي باوډن وویل چې، افغانستان د ملګرو ملتونو یو فعال غړی دی او یو له هغو ۴۸ هیوادونو څخه دی چې، په کال ۱۹۴۸ کې یې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ومنله

د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي مرستیال همداراز وویل چې، ملګري ملتونه له ۶۰ کلونو راهیسې په دې هیواد کې شتون لري او ډیر کلونه نور به هم دلته اوسي تر څو باثباته او هوسا افغانتسان ته درسیدو په لار کې له افغانانو سره مرسته وکړي

د دې غونډې مهمه برخه د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د انځورونو نندارتون و چې، د یو شمیر وتلو افغان متخصصینو د کار ښکارندویي یې کوله او ملګرو ملتونو ورسره ګډ کار او له دوی څخه یې ملاتړ کړی

یو تن مسلکي کار کوونکي حبیب الله نوري چې، د انځورونو په نندارتون کې یې انځورونه نندارې ته وړاندې شول هم ګډونوالو ته خبرې وکړې

حبیب نوري د ا فغانستان د فرهنګي میرا ثونو مشورتي موسسې (ACHCO) رییس دی، دا یوه نادولتي موسسه ده چې د راتلونکو نسلونو لپاره دافغانستان د بډایه کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې کار کوي

ښاغلي نوري وویل: ” موږ هڅه کوو چې، دتاریخ دساتنې داهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړو: موږ اړتیا لرو چې د خپلو نیکونو تاریخ او کلتور وساتو. “  د نوموړي له موسسې سره  د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان) یونسکو (له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې مرسته کیږي.  تر دې وړاندې ښاغلي نوري د ملګرو ملتونو د هبیتات له ادارې سره کار کړی

د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې نندارتون د ځانګړو پانارومیک انځورونو نندارې ته وړاندې کولو سره لومړی په کابل ، مزار شریف او جلال آباد ښارونو کې نندارې ته وړاندې شو. دغه لوی انځورونه، چې شاو خوا څلور متره اوږدوالی لري، په هر یوه کې درې صحنې تر سترګو کیږي چې د روغتیا، کډوالو او د چاپیریال ساتنې په برخو کې د مسلکي کار کوونکو د کار مهمې برخې روښانه کوي

Continue Reading →

د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې راډیوېي لړۍ په روانه اونۍ کې پای مومي

کابل، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۷ مه – د نني افغانستان د ځانګرو راډیو یي خپرونو لړۍ چې، د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د لمانځلو د یوې برخې په توګه چمتو شوي، د هیواد په کچه په روانه اونۍ کې خپریږي

نوموړې راډیویې خپرونې چې په دري او پښتو ژبو خپریږي اوهغه مسلکي افغانان تر پوښښ لاندې راولي چې د پیاوړي افغانستان په موخه بدلون رامنځ ته کوي

د دې وانۍ په خپرونه کې تاریخي میراثونو او د چاپیریال ساتنې ته ځای ورکړل شوی: حبیب نوري د افغانستان د تاریخي میراثونو د مشورتي موسسې مشر او همدارنګه کبرا او نیکبخته د بامیانو ولایت د بند امیر د ملي پارک ساتونکې

حبیب نوري د ا فغانستان د فرهنګي میرا ثونو مشورتي موسسې (ACHCO) رییس دی، دا یوه نادولتي موسسه ده چې د راتلونکو نسلونو لپاره دافغانستان د بډایه کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې کار کوي. نوموړی په ځانګړې توګه دتاریخي میراثونو د بیارغونې په برخه کې کار کوي چې ، د حبیب نوري وروستۍ بیارغونه په هرات ولایت کې د پنځلسم قرن د شهزاده عبدالله مقبره ده

نوري وویل : ”موږ هڅه کوو چې، دتاریخ دساتنې داهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړو: موږ اړتیا لرو چې د خپلو نیکونو تاریخ او کلتور وساتو“

د ACHCO موسسه په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو له خوا نه تمویلیږي، خو د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان)یونسکو( له خوا ورسره د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې مرسته کیږي

د چاپیریال ساتنه یوه بله ننګونه ده چې هیواد ورسره مخ ده. د افغانستان دملي پارک ساتونکې هڅه کوي چې له چاپیریال او دهیواد د طبعي ښکلا څخه ساتنه وکړي

کبرااو  نیکبخته له دوه نورو ښځینه کارکوونکو سره  له دوه کلونو راپدیخوا د بامیانو ولایت د بند امیر په ملي پارک کې د حیات وحش د ساتنې ټولنې ته کار کوي. د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (UNDP) او نورې موسسې د دوی له کار څخه ملاتړ کوي

نوموړې ساتونکې سیلانیانو ته لارښوونه کوي او معلومات ورکوي، اوهمدارنګه د حیات وحش د ساتنې او خوندیتوب په اړه په سیمه کې دخلکو د پوهاوي کچه لوړوي

Continue Reading →

په جلال آباد کې د ملگرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې غونډې پر مهال د پیاوړي مشارکت لمانځنه وشوه

جلال آباد، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۲ مه – په جلال آباد ښار کې دملګرو ملتونو د ۷۰یمې کلیزې غونډې پرمهال افغان سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې استازو له ملګرو ملتونو سره یوځای د افغانستان او ملګرو ملتونو تر منځ د مشارکت لمانځنه وکړه

د ننګرهار والي، ښاغلي سلیم خان کندزي او په ننګرهار کې د یوناما د سیمه ییز دفتر مشر، هیرن سانګ د غونډې شاوخوا ۶۰ ګډون کوونکو ته خبرې وکړې

د ننګرهار والي وویل: ” په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو او دولتي بنسټونو تر منځ همغږي او همکاري شتون لري. موږ له ملګرو ملتونو څخه ځان نه بیلوو، موږ د یوې کورنۍ غړي یو “

نوموړي د وروستۍ زلزلې پر مهال اغیزمنو کسانو سره له بشري مرستو څخه دیوې بیلګې په توګه یادونه وکړه او ویویل چې، په دې سیمه کې د بیارغونې او پرمختیایي مرستې هم تر سره شوي

ښاغلي کندزي وویل: ” موږ د ملګرو ملتونو غړي یو او دلته په ننګرهار کې دیوې کورنۍ په توګه د یوې ګډې موخې: هوسا افغانستان، چرته چې د ژوند معیارونه برابر وي ، ماشومان ښوونځیو ته لاړشي او په یوه سوله ییزه فضا کې ژوند وکوي، د ترلاسه کولو لپاره له ښو اړیکو او همکارۍ سره کار کوو “

دیوناما دسیمه ییز دفتر مشر، ښاغلي سانګ وویل چې، د ملګرو ملتونو درامنځ ته کیدو راهیسې افغانستان د ملګرو ملتونو یو فعال غړی دی او ملګري ملتونه له ۶۰ کلو راهیسې په دې هیواد کې شتون لري

د دې غونډې مهمه برخه د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د انځورونو نندارتون و چې، د یو شمیر وتلو افغان متخصصینو د کار ښکارندویي یې کوله او ملګرو ملتونو ورسره ګډ کار او له دوی څخه یې ملاتړ کړی

د دې غونډې پر مهال د مدني ټولنې استازو ، په ځانګړې توګه له یوې فعالې مدني ټولنې څخه دملګرو ملتونو ملاتړ روښانه کړ او ویویل چې، ملګرو ملتونو په دې سیمه کې د بشري حقونو او جنسیتي برابري په برخه کې ډیرې مرستې تر سره کړي

د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې نندارتون د ځانګړو پانارومیک انځورونو نندارې ته وړاندې کولو سره لومړی په کابل او مزار شریف ښارونو کې نندارې ته وړاندې شو. دغه لوی انځورونه، چې شاو خوا څلور متره اوږدوالی لري، په هر یوه کې درې صحنې تر سترګو کیږي چې د روغتیا، کډوالو او د چاپیریال ساتنې په برخو کې د مسلکي کار کوونکو د کار مهمې برخې روښانه کوي

Continue Reading →

د ملگرو ملتونو د ۷۰یمې کلیزې درې میاشتنۍ ګڼه اوس دلاسرسي وړ ده

کابل، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر میاشتې ۱۲مه – د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې ځانګړې ګڼه چې، له هیواد سره یې دملګرو ملتونو پر مشارکت تمر کز کړی اوس دلاسرسي وړ ده

نوموړې ۸ پاڼه ییزې ګڼې په هیواد او بهر کې د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې غونډې تر پوښښ لاندې راوستې او دهغو افغانانو په اړه یې معلومات خپاره کړي چې د پیاوړي افغانستان په موخه ملګرو ملتونو ورسره کار کړی او ددوی ملاتړیې کړی

دري او پښتو ګڼې به یې هم ډیر ژر دلاسرسي وړ وي

UN Afghanistan Quarterly انګلیسي ګڼه یې دلته ولولئ

Continue Reading →

دکندز راډیو د شلو سټیشنونو تر څنګ د ملګرو ملتونو اویایمې کلیزې خپرونې خپروي

کابل، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۰ مه – دکندز راډیو د هغو شلو راډیو ګانو څخه ده چې، د هیواد په کچه د نني افغانستان ځانګړې راډیويي خپرونې د ملګرو ملتونو داویایمې کلیزې د لمانځنې دیوې برخې په توګه خپروي

د دې خپرونو په ترڅ کې دغه اونۍ د دې لړۍ دریمه خپرونه په دري او پښتو ژبو خپریږي او دوه افغان متخصصین معرفي کوي چې، د پیاوړي افغانستان د ملاتړ په برخه کې یې مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي. د راستانه شویو کډوال ځوانانو مشر، محمد داد او په ننګرهار کې د اصلاح شویو تخمونو د شرکت مشر، غلام نبي

محمد داد، دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو د ادارې (UNHCR)  په مرسته  په ۲۰۱۲ کال کې د چونغر او مرغګیرانو دځوانانو ټولنه جوړه کړه. نوموړې ټولنه د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې میشت ده او په پنځلسو کلیو کې د ځوانانو کډوالو سره په ټولنه کې د ښکیل کیدلو تر څنګ یو لړ خدمتونه وړاندې کوي

نوموړې ټولنې له شاوخوا ۱۲۰۰ راستانه شویو وګړو سره د ښوونې او روزنې ، روغتیایي خدمتونو ، حرفوي زدکړو لکه خیاطي، ترکاڼي اود ګلخانو جوړولو له لارې مرستې کړي. د UNHCR په مرسته یې په سیمه کې دنجونو لومړنی ښوونځی جوړ کړ چې اوسمهال سلګونه زده کوونکې لري. دغه بنسټ همدارنګه په ټولنه کې د نجونو او ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي کچه لوړوي

محمد داد وویل: ” زموږ موخه داده چې، ستونزو ته دحل د لارو پیدا کولو لپاره له کلیوالو او مشرانو سره همغږي وکړو، لکه څرنګه مو چې د ښوونې او روزنې په برخه کې وکړه چې زموږ د راتلونکې لپاره مهمه ده “

د خوراکي توکو مصؤنیت یوه بله لویه ننګونه ده چې هیواد ورسره مخ دی. په جلال آباد کې د غلام نبي شرکت کرنیز تخمونه اصلاح کوي تر څو د خوراکي توکو د مصؤنیت په برخه کې مرسته وکړي

غلام نبي ویویل: ”زه هڅه کوم چې… هیواد د په ځان د بسیا کیدو لور ته یوسم او له بیوزلو سره مرسته وکړم چې خوراکي توکي ورته ورسږي “

نوموړي دملګرو ملتونو د خوراکي توکو او زراعت ادارې (FAO) څخه تخنیکي مرستې او وسایل تر لاسه کړي او دهغو تخمونو په کارولو سره ، چې نوموړي اصلاح کړي، د بزګرانو له ۳۰ فیصد و څخه حاصلات لوړ شويدي

غلام نبي وویل: ” FAO له موږ ته نوې ماشینري او روزنه راکړه چې، څرنګه له اصلاح شویو تخمونو څخه ګټه پورته کړو. موږ ته یې لوی ګدامونه جوړ کړل او سفرونه یې موږ ته برابر کړل او د اصلاح شویو تخمونو کارول یې ترویج کړل “

غلام نبي له سیمه ییزو بزګرانو سره له نږدې کار کوي چې، د اصلاح شویو تخمونو تر ټولو غوره ډولونه وکرل شي، اصلاح شي اوټولو سیمو ته ورسیږي

Continue Reading →

دمزارشریف په غونډه کې افغان متخصصین ولمانځل شول

مزارشریف، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۵ مه – په مزارشریف ښار کې د یوه انځوریز نندارتون په ترڅ کې دیو شمیر افغان متخصصینو له فوق العاده کارونو څخه لمانځنه وشوه

د محصلینو، مدني ټولنې استازو، خبریالانو او دملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسانو په دې نندارتون کې ګډون درلود، چیرته چې یو شمیر څلور متره پانورامیک، په ځانګړي ډول چمتو شوي، انځورونه نندارې ته وړاندې شول

له دغو نهو انځورونو څخه په هر یوه کې د مسلکي افغانانو د کار درې صحني تر سترګو کیږي چې د روغتیایي خدمتونو ، له کډوالو سره د مرستو، دچاپیریال ساتنې او همدارنګه په نورو مهمو برخو کې اغیزمن کارونه تر سره کړي

نوموړی نندارتون چې، پرون دیوې غونډې په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شو، د بلخ ولایت پوهنتون د حقوقو پوهنځي رییسې، شکیبا بګراموال او په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو دمرستندویه پلاوي (یوناما) د سیمه ییز دفتر مشرې، ناحید ابواکر له لورې پرانستل شو

په دې غونډه کې آغلې بګراموال وویل چې، افغانستان له ډیرو ننګونو سره مخ و او د دې ستونځو د حل په برخو کې ملګرو ملتونو ډیره مرسته “وکړه نوموړې وویل: ” د ملګرو ملتونو مثبتو او ګټورو کړنو په دې هیواد کې د اوضاع د خرابوالي مخه ونیوله

دغونډې پر مهال دوه افغان متخصصینو، د ګوزڼ واکسین همغږې کوونکې رحیمې احمدي او د ښځو چارو فعالې مغفرت صمیمي هم ګډونوالو ته خبرې وکړې

رحیمې دخپل ژوند ډیره برخه د دې لپاره وقف کړی، تر څو له ګوزڼ څخه پاک افغانستان وویني. نوموړې په تیرو پنځلسو کلونو کې د عامې روغتیا ریاست د ماشومانو دودې په ولایتې څانګه کې له نړیوال روغتیايي سازمان (WHO)  سره کار کړی چې په هیواد کې د ګوزڼ واکسین پروګرام پر مخ یوسي

نوموړې ، او دهغې ډله کور په کور او کوڅه په کوڅه ګرځي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې ټول ماشومان واکسین شويدي.”دیوې مور په توګه زه هیڅکله نه غواړم چې یو ګوزڼ وهلی ماشوم ووینم… موږ کولای شو چې یوازې د دوه څاڅکو واکسين له لارې د دې ناروغۍ مخه ونیسو “

دماشومانو لپاره دملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یونسیف) له نړیوال روغتیایي سازمان WHO او افغان چارواکو سره د ګوزڼ واکسین په برخه کې کار کوي

مغفرت صمیمي د بشري حقونو یوه نه ستړې کیدونکې فعاله ده ، په تیره بیا د تاوتریخوالي پروړاندې د ښځو د ساتنې په برخه او همدارنګه د تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوي

په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د افغان بشري حقونو د موسسې (AHRO)  دمشرې په توګه د بشري حقونو موضوعاتو په اړه راپورونه چمتو کوي، او دیوې منځګړې په توګه ورته په پراخه توګه احترام کیږي

د ځان وژنې د نورو ډولونو تر څنګ ، ځان ته د اور اچونې ، دکم عمر او زور دودونو، جنسي زورونو ، اختطاف، بندي کولو ، دشکنجه کولوله مخنیوي سره مبارزه او دښځو دحقونو په برخه کې د پوهاوي ورکول دهغې د چارو یوه برخه جوړوي . ” زموږ دنده د هغو ښځو په ګډون چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، مظلومو خلکو ته خدمت کول دي … موږ تل له مظلومانو سره مرسته کوو “

نندارتون دلیدلو ترڅنګ، ګډون کوونکو همدارنګه د ملګرو ملتونو د تاریخچې په اړه په یوه ذهني آزموینه کې هم برخه واخیسته

په کابل او مزارشریف کې له نندارې ته وړاندې کیدو وروسته، د انځورونو نوموړی نندارتون په پام کې ده چې دهیواد په درې نورو ښارونو کې هم نندارې ته وړاندې شي

دغه ۹ پانورامیک انځورونه چې، د وتلو مسلکي کارکوونکو د پیژندنې تر څنګ په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي، په UNAfghanistan.org کې د لاسرسي وړ دي

Continue Reading →

په مزار کې د ملګرو ملتونو د ۷۰یمې کلیزې غونډې پرمهال له افغانو سره د اوږمهاله مشارکت لمانځنه وشوه

مزارشریف، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۵ مه – په مزارشریف ښار کې افغان سیاسي مشران، دیپلوماتان او د مدني ټولنې استازي له ملګرو ملتونو سره یوځای شول تر څو دافغانستان او ملګرو ملتونو تر منځ د اوږدمهاله مشارکت لمانځنه وکړي

د بلخ والي، ښاغلي عطا محمد نور، دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، نیکولاس هیسم او په بلخ ولایت کې د یوناما د سیمه ییز دفتر مشر د دې غونډې په ترڅ کې خبرې وکړې چیرته چې د یو شمیر وتلو افغان متخصصینو کارونه د انځورونو دیوه نندارتون له مخې نندارې ته وړاندې شول

ښاغلي هیسم وویل : ” دا د انځورونو د نندارتون یوه غونډه ده، خو دایو فرصت هم دی چې، د ملګرو ملتونو له ۷۰ یمې کلیزې څخه لمانځه وکړو. نن موږ ویاړو چې د ملګرو ملتونو درامنځ ته کیدو ۷۰ یمه کلیزه له خپلو ملګرو، شریکانو او همدارنګه  د ښاغلي نور په ګډون له خپلو نږدې همکارانو سره لمانځو “

ښاغلي هیسم د انځورونو دلیدلو پر مهال له ښاغلي عطا محمد نور سره ملګرتیا وکړه او نوموړي ته یې د هر انځور په اړه معلومات ورکړل

ځانګړي استازي وویل: ” له موږ سره پوښتنه پیدا شوه چې د ملګرو ملتونو او افغانستان ترمنځ له ځانګړو اړیکو او همدارنګه له هغو موخو څخه چې نوموړې اداره یې رامنځ ته کړه په کومه غوره توګه مانځنه وکړو. “نوموړي زیاته کړه:” د دې پر ځای چې، د ملګرو ملتونو لاسته راوړنې لست کړو، موږ پریکړه وکړه چې د ۱۲ افغان متخصصینو په کارونو تمرکز وکړو “

ښاغلي هیسم وویل ، دا د دوی کارونه دي چې په غوره توګه دملګرو ملتونو د موخو ښکارندویي کوي. دوی د نندارتون لپاره په دې موخه ونه ټاکل شول چې په افغانستان کې دبیلابیلو برخو استازیتوب کوي، بلکې دوی دهغو بیلابیلو فعالیتونو استازیتوب کوي چې ملګري ملتونه پکې ښکیل دي

ښاغلي هیسم وویل: ” که څه هم د بشري حقونو ساتنه ، د تاریخي میراثونو خوندیتوب ، له چاپیریال څخه ساتنه ، د ځوانانو انسجام ، د ښوونې او روزنې وده او همدارنګه د ټولنو لپاره د ښه ژوندون فضا رامنځ ته کول ، لکه ماین پاکي – د دوی کار د دوی لپاره او هم دافغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه ده “

ښاغلي عطا محمد نور په خپل وار سره وویل چې ، د ملګرو ملتونو له رامنځ ته کیدو راپدیخوا دې ادارې د شخړو دحلولو او دسولې او ثبات په رامنځ ته کولو کې دپام وړ لاسته راوړنې درلودلي.

ښاغلي نور وویل: ” له تیرو ۶۰ کلونو څخه راپدیخوا چې، افغانستان د ملګرو ملتونو غړیتوب تر لاسه کړی، د دې کورنۍ یو ریښتینی غړی پاتې شوی. زه له ملګرو ملتونو څخه په ځانګړي ډول په افغانستان کې د تیرو ۱۵ کلونو لپاره مننه کوم چې د سولې د راوستلو او بې شماره نورو چارو لپاره یې نړیوالې مرستې همغږې کړي دي “

په دې غونډه کې شاوخوا ۶۰ کسانو برخه اخیستې وه چې په ځانګړې توګه چمتو شوي پانورامیک انځورونه پکې نندارې ته وړاندې شول. هر انځور څلور متره ده او د مسلکي افغانانو د کار درې صحني پکې تر سترګو کیږي چې د روغتیایي خدمتونو ، له کډوالو سره د مرستو، دچاپیریال ساتنې او همدارنګه په نورو مهمو برخو کې اغیزمن کارونه تر سره کړي.

له کابل وروسته مزار شریف لومړنی ولایت دی چې نوموړي انځورونه پکې نندارې ته وړاندې کیږي او همدارنګه په پلان کې ده چې دهیواد په څو نورو ولایتونو کې هم نندارې ته وړاندې شي

د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د لمانځنې بلبوردونه چې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کلیدي کارونو ښکارندویي کوي له کابل وروسته په مزار شریف ښار کې نصب شول

دغه ۹ پانورامیک انځورونه چې، د وتلو مسلکي کارکوونکو د پیژندنې تر څنګ په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي، په UNAfghanistan.org کې د لاسرسي وړ دي

Continue Reading →