کندهار، د ۲۰۱۵ کال دنوامبر ۲۵ مه – دولتي چارواکي، د مدني ټولنې استازي او سیمه ییز مشران  د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په کندهار کې یوځای شول تر څو د افغانستان او ملګرو ملتونو تر منځ له اوږدمهاله مشارکت څخه لمانځنه وکړي

دکندهار مرستیال والي، عبدالعلي شمسي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي مرستیال تدامیچي یاماموتو په دې غونډه کې خبرې وکړې. د دې غونډې مهمه برخه د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د انځورونو نندارتون و چې، د یو شمیر وتلو افغان متخصصینو د کار ښکارندویي یې کوله او ملګرو ملتونو ورسره ګډ کار او له دوی څخه یې ملاتړ کړی

ښاغلي یاماموتو چې په کندهار کې یې د دې بنسټ د کارونو په اړه او دهغو ننګونو په اړه چې نوموړې اداره ورسره په سیمه کې مخ ده خبرې کولې، وویل: ” موږ ویاړو چې د ملګرو ملتونو اویایمه کلیزه له خپلو ملګرو، شریکانو او نږدې همکارانو سره لمانځو “

نوموړي زیاته کړه: ” افغانستان داسې یوه قضیه ده چیرته چې موږ کولای شو دواړه خپلې لاسته راوړنې ولرو او همدارنګه په مخ کې پرتو جدي ننګونو سره هم مخ شو “

” زموږ یو شمیر کارکوونکو چې زه یې نن ستاینه کوم، ډیرې لویې سر ښندنې تر سره کړي. زه نن خپلې همکارې ټورپیکۍ الفت ته خپل احترامات وړاندې کوم چې تیره میاشت په همدې ښار کې ووژل شوه “

ښاغلي یماماتو د ننګرهار له مرستیال والي سره د نندارتون د کتلو پر مهال ملګري وکړه، او دهر انځور په اړه یې خبرې وکړې چې د هیواد د راتلونکې لپاره یې د یو بدلون رامنځ ته کولو په موخه د مسلکي افغانانو د کار ښکارندویي کوله

د ځانګړي استازي مرستیال وویل: ” له موږ سره پوښتنه پیدا شوه چې د ملګرو ملتونو او افغانستان ترمنځ له ځانګړو اړیکو او همدارنګه له هغو موخو څخه چې نوموړې اداره یې رامنځ ته کړه په کومه غوره توګه مانځنه وکړو. “نوموړي زیاته کړه:” د دې پر ځای چې، د ملګرو ملتونو لاسته راوړنې لست کړو، موږ پریکړه وکړه چې د ۱۲ افغان متخصصینو په کارونو تمرکز وکړو “

ښاغلي یاماموتو وویل ، دا د دوی کارونه دي چې په غوره توګه دملګرو ملتونو د موخو ښکارندویي کوي. دوی د نندارتون لپاره په دې موخه ونه ټاکل شول چې په افغانستان کې دبیلابیلو برخو استازیتوب کوي، بلکې دوی دهغو بیلابیلو فعالیتونو استازیتوب کوي چې ملګري ملتونه پکې ښکیل دي

ښاغلي یاماموتو زیاته کړه: ” که څه هم د بشري حقونو، د تاریخي میراثونودساتنې، د چاپیریال ساتنې، د ځوانانو انسجام، د ښوونې او رزنې، د ښه ژوند برابرول لکه ماین پاکي او داسې نورې چارې وي، د دوی کار د دوی او د دوی د ټولنې او هیواد لپاره یو اعتبار دی “

ښاغلي شمسي هم د ملګرو ملتونو د مثبتو کړنو په اړه خبرې وکړې چې په افغانستان او په تیره بیا په کندهار ولایت کې یې  دښوونې او روزنې، روغتیا، د څښاک د پاکو اوبو برابرولو او د ماین پاکي په برخو کې دبیلابیلو پروژو له لارې تر سره کړي

نوموړي د کډوالو او همدارنګه په ولایتونو کې دامنیتي حالت د ښه کولو په برخو کې د ملګرو ملتونو د کار په اړه خبرې وکړې

هغه وویل: ” په کندهار ولایت کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه او او پروژې د ستایلو وړ دي. خو اوس هم سیمه د کرنې ، لوړو زدکړو، روغتیا او پرمختګ او همدارنګه د سولې او امنیت په برخو کې د دې بنسټ مرستو ته اړتیا لري “

د نوموړي په وینا: ” موږ باید هغه لاسته راوړنې چې ملګرو ملتونو او دولت د تیرو ۱۴ کلونو په ترڅ کې لرلي، وساتو. “هغه د ټولو هغو کسانو د کار ستاینه وکړه چې په کندهار کې یې د خلکو د ژوند د ښه کولو په موخه تر سره کړي “

په دې غونډه کې شاوخوا ۶۰ کسانو برخه اخیستې وه چیرته چې د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې نندارتون ځانګړي پانارومیک انځورونه نندارې ته وړاندې شول. دغه لوی انځورونه، چې شاو خوا څلور متره اوږدوالی لري، په هر یوه کې درې صحنې تر سترګو کیږي چې د روغتیا، کډوالو او د چاپیریال ساتنې په برخو کې د مسلکي کار کوونکو د کار مهمې برخې روښانه کوي

دغه نهه پانورامیک انځورونه چې په نندارتون کې  د مسلکي کارکوونکو له پیژندنې سره یو ځای نندارې ته وړاندې شول، په UNAfghanistan.org. د لاسرسي وړ دي