Panorama Photographs

پانوراما انځورونه

د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې د لمانځلو په ویاړ ، دملګرو ملتونو کورنۍ یو لړ پانوراما انځورونه چمتو کړي، چې د ښځو او نارینه ووپه ګډون یوه ډله وتلي افغانان پکې تر سترګو کیږي. ختم

له نهو مسلکي افغانانو څخه چې په دې انځورونو کې ښودل شوي، هر یو یې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو ، له کډوالو سره د مرستو، دچاپیریال ساتنې او همدارنګه په نورو مهمو برخو کې اغیزمن کارونه تر سره کړي . په افغانستان کې دملګرو ملتونو کورنۍ د دې ویاړ لري چې له دې هر یو مسلکي وګړي سره یې مرستې کړي او دوی ته یې دکار توان وربښلی. ختم

دغه پانورامیک انځورونه، چې په هر یوه کې درې نورانځورونه تر سترګو کیږي یو ساده جوړښت لري. په دې انځورونو کې له کیڼ اړخ څخه ښی خواته هر انځور یوه جلا کیسه بیانوي. لومړنی انځور د ټولنې په وړاندې شته خنډونواوستونزو ته د رسیدنې لومړی ګام ښیي; منځنی انځورد ستونزود حل په موخه کارپه ګوته کوي; په داسې حال کې، چې وروستی انځور د مثبتو لاسته راوړنو ښکارندویي کوي. په دې پانارومیک انځور کې هر مسلکي افغان لږ تر لږه درې ځلې تر سترګو کیږي. ختم

دغه لوی انځورونه، چې شاو خوا څلور متره اوږدوالی لري، دهیواد په بیلابیلو مشخصوسیمو کې یې انځورونه اخیستل شوي چې ، دغو مسلکي کسانوپکې کارکا وو. ختم

نوموړي پانورامیک انځورونه به لیدونکو ته د بیلابیلو نندارتونونو په ترڅ کې په کابل، مزارشریف، جلال آباد، هرات ، او کندهار ولایتونو کې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبرله میاشتې تر نوامبره پورې نندارې ته وړاندې شي. ختم

دغه ټول انځورونه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دکارکوونکو، رامین فرانسس اسدی او فردین واعظي له خوا چمتو شوي دي. ختم