”دغه پارک په نړیواله کچه پیژندل شوی. دا ټولې ونې ، ویالې او ژوي ساتنې ته اړتیا لري “
دافغانستان دپارک ساتنې لومړنۍ ښځینه کارکونکې هڅې کوي چې، د چاپیریال او هیواد له فوق العاده طبعي ښکلا څخه ساتنه وکړي. نیکبخت ، صدیقه ، کبرا او فاطمه له دوه کلونو راپدیخوا د بامیانو ولایت د بند امیر په ملي پارک کې د حیات وحش د ساتنې ټولنې ته کار کوي
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (UNDP) او نورې موسسې د دوی له کار څخه ملاتړ کوي. نوموړی پارک له طبعي ښکلا څخه برخمن دی، چې د بحر له سطحې څخه شاوخوا ۳۰۰۰ متره اوچت دی، شپږ ویالې او حیات وحش پکې شتون لري
د ګرځندویانو لپاره په مناسب موسم کې ترې نږدې ۵،۰۰۰ سیلانیان په یوه ورځ کې لیدنه کوي. نوموړې ساتونکې سیلانیانو ته لارښوونه کوي او معلومات ورکوي، اوهمدارنګه د حیات وحش د ساتنې او خوندیتوب په اړه په سیمه کې دخلکو د پوهاوي کچه لوړوي ختم
زه نیکبخته او هغه صدیقه ده .موږ د ژوو د ساتنې څانګې کار کوونکي یو چې د ملګرو ملتونو له خوا یې ملاتړ کیږي. موږ د پارک د ساتنې رینجران یو چې د بند امیر ، ډبلیو اس اس او ملګرو ملتونو تر چتر لاندې کار کوو. زموږ دنده دا ده، چې د ژوو، ځنګلونو او اوبو ساتنه وکړو او پرینږدو چې څوک ونو او بوټو ته زیان ورسوي او همدارنګه په اوبوکې شیان وغورځوي. موږ باید سیلانیانو ته په ښه توګه لارښوونه وکړو او کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته داسې لارښوونه وکړو چې په اوبو کې ناولي توکي ونه غورځوي او همدارنګه د پارک منځ باید پاک وساتل شي او ونو او بوټو ته زیان ونه رسیږي. موږ باید دوی ته لارښوونه وکړو چې خپل ماشومان پرینږدي چې ونې او بوټي زیانمن کړي او همدارنګه په پارک او په اوبو کې خواړه ونه غورځوي. ځکه چې دا څیزونه د کبانو د مړینې لامل کیږي او همدارنګه اوبه ککړوي. زه هیله منه یم چې ښځینه کارکوونکي ډیرې شي ، پارک زرغون شي ، دولت او خلک ورته ډیر اهمیت ورکړي او ناولي شیان پکې ونه غورځوي. دا پارک د نړۍ په کچه پیژندل شوی پارک دی او باید ښه ساتنه یې وشي او سمه ګټه ترې پورته شي. باید ونې قطع نشي او په اوبو کې صابون او خواړه ونه غورځیږي چې کبان مړه کوي او اوبه ککړیږي. زه ټولو نړیوالو ته د ملګرو ملتونو دکلیزې مبارکي وایم. ختم