نیکولاس هیسم

دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړی استازی

UNAMA SRSG Nicholas Haysom - Photo Fardin Waezi ملګري ملتونه په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې خپله ۷۰ یمه کلیزه په ټوله نړۍ کې د یو لړغونډو په ترڅ کې لمانځي چې د امنیت او سولې د ټینګښت، دوامداره پرمختګ او د بشري حقونو د لازیات خوندیتوب په برخو کې د دې ادارې د عزم ښکارندويي کوي. ختم

زه خوشحاله یم چې، په کابل کې له یو شمیر ښاغلیو او درنو نړیوالو او افغان ملګرو سره نوموړې ورځ لمانځم. ختم

ملګري ملتونه له افغانستان سره اوږدې او بې ساري اړیکې لري. موږ په خپلو اوږدمهالو اړیکو ویاړو ، زموږ همکاري په دې متمرکزه ده چې، د باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړو. ختم

د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې د لمانځلو پر مهال غوره بولم، چې د ملګرو ملتونو ارزښتونو ته یو ځل بیا خپله ژمنه نوې کړو او د هغو وتلو افغانانو د کار او لاسته لاوړنو ستاینه وکړو، چې انځورونه یې د انځورونو په دې ځانګړي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي – دا د ډیر شمیر افغانانو یوه وړه بیلګه ده، چې موږ له کلونو کلونو راهیسې ورسره د مرستې او کار امتیاز لرو. ختم

دغه مسلکي کسان، هر یو په خپل وارسره، دیوه حیاتي خدمت د وړاندې کولو مشري کوي، لکه د روغتیا ، بشري حقونو ، ښوونې او روزنې، امنیت، د افغانستان د بې جوړې کلتوري میراثونو ساتنه او داسې نورې اړینې چارې سر ته رسوي. دوی خپلو ټولنو او په ټولیزه توګه خپل ملت ته د پام وړ خدمتونه چمتو کوي. ختم

دا ډیر د خوشحالۍ ځای دی، چې ملګرو ملتونو له دوی سره مرسته کړې او دوی ته یې توان وربښلی چې دا هیواد د پرمختګ خواته یوسي. ختم

اجازه راکړئ چې، په افغانستان کې دملګرو ملتونو د کورنۍ په استازیتوب له دې فرصت نه په ګټې اخیستو سره د یوه ځواکمن افغانستان د جوړولو په موخه خپلې ژمنې نوې او خپله همکاري پیاوړې کړو. ختم

بدلون راوستل