” دخپلې ټولنې له لارې موږ کولای شو په پراختیايي چارو او دپروژو په پلي کولو کې برخه واخلو… موږ دخپلو خلکو خدمت کوو- دخپلې ټولنې خدمت کوو“
ختم
محمد داد دخپل ژوند یوه برخه په کډوالۍ کې تیره کړې. هغه بیرته په افغانستان کې خپل کور ته راستون شو او دخپلې تجربې پر بنسټ یې د راستانه شویو کډوالو لپاره د مرستې یوه ټولنه جوړه کړه
نوموړی دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو د ادارې (UNHCR) په مرسته په ۲۰۱۲ کال کې د چونغر او مرغګیرانو دځوانانو ټولنه جوړه کړه او په پنځلسو کلیو کې یو لړ خدمتونه وړاندې کوي. نوموړې ټولنې له شاوخوا ۱۲۰۰ راستانه شویو وګړو سره د ښوونې او روزنې ، روغتیایي خدمتونو ، حرفوي زدکړو لکه خیاطي، ترکاڼي اود ګلخانو جوړولو له لارې مرستې کړي
د UNHCR په مرسته یې په سیمه کې دنجونو لومړنی ښوونځی جوړ کړ چې اوسمهال سلګونه زده کوونکې لري. دغه بنسټ همدارنګه په ټولنه کې د نجونو او ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي کچه لوړوي ختم
زما نوم محمد داد ده زه د مرغګیرانواو چونغر د ځوانانودټولنې مشر، د پغمان ولسوالی د ځوانانو نماینده یم . تقریباً اوه اته کاله مخکې له پیښور نه راغلو افغانستان ته نوهلته له موږ سره یو ان اچ سي ډیر کومکونه وکړل موژ ته یی د موټروکرایه راکړه، موږ یی خپل وطن ته راوستلو ،موږته یې دوه دوه کوټې جوړې کړلې او موږ وکولای شو چې خپل ځوانان راټول کړو او مونږه یوه ټولنه جوړه کړه دا ټولنه ددی باعث شوه،چې موږ سره یو ان اچ سي ارکومکونه وکړل، موږه یی وهڅولو چې موږه دا ټولنه په مخ باندېیوسواو موږ وکولای شو چې د لسوالۍ په سطحه یې پراخه کړواوخپل ولس ته خدمت وکړو. مونږه په واقیعت سره خدمت کړی ده الحمدالله موږ ټیټی سترګی نه یاستو. مونږ وکولای شو پرمختګ وکړو خپلی پروژې عملي کړو مونږه مکتبونه جوړکړو کلینیک ته مرسته وکوو حتا موږه د ځوانانو داسې لس نفری څلویښت نفری ګروپونه لرو چې کوم مشکل وي موږ کولای شو د شپې ورشو د ورځی ورشو او حل یې کړو. دا د مدني ټولنو مثبت کار دی، چې موږ د افغانستان خلکو ته خدمت کوو موږ پدې سیمه کې د ولس له خلکو سره ډیر کومکونه وکړل پخوا زموږ ځوانانو ډیر مشکلات درلودل. اول موږ د هلکانو لپاره یو مکتب جوړ کړ. ختم
موږه وکولای شو چې له خپلو سپینږیرو او مشرانو سره په یوه غټه جرګه کی خپلې ستونزې مطرح کړو او ورسره کینو او خپل مشکل ورسره حل کړو . بله داچې له نورو ځوانانو مو دا توقع ده چې که څوک بیکاره وي دوی دې راټول شي یودي شي او له دولت سره دې شریک کړي. موږه پدې توانیدلي یو چې پرمختګ وکړو، کاندیدان ولرو ،ولسي جرګې ته خلک ولرو موږه یوه لار ولرو. ختم
دافغانستان حکومت د افغانستان خلکو ته خدمت وکړو .کله چې دا مکتب موږ د یوان اچ سي ار په مرسته جوړ کړ موږ ډیر مشکل درلود، چا خپلې لوڼې نه پریښودې، خپل بچیان یې نه پریښودل، خو زموږ ځوانانو وکولای شو سپینږیرو او مشرانو سره وغږیږو او هغوی ته مو قناعت ورکړ. ستونزه حل شوه او وتوانیدو چې خلک خپلې لورګانې خویندې وروڼه ښوونځي ته واستوي. اوس تقریباّ ۴۰۰ ، ۵۰۰ پورې نجونې لرو حتا دا مکتب اوس ورته تنګ شوی دی . بل تعمیر ته موږ ضرورت لرو، د همدې ځوانانو ټولنې دومره خدمت او الحمد لله په اینده کې به نور کومکونه هم ورسره کوو او ملګري ملتونه به له موږ سره مرسته کوي چې موږ وکولای شو خپلې نجونې مکتب ته پریږدو او موږ دا اجازه ورکړه چې دري ووایي تعلیم وکړي. تعلیم ښه شی ده . که ځوانان تعلیم وکړي اینده کې به ولس ته خدمت وکړي او دا زموږ هیله ده ، چې وکولی شو په حکومت کې په داخل کې په اطرافو کې خلکو ته خدمت وکړو. په اخر کې د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې مبارکي خلک او ملګرو ملتونو ته وایم. ختم