پیاوړي ملګري ملتونه، پیاوړی افغانستان

ملګري ملتونه په افغانستان کې له هغو افغانانو سره دخپل مشارکت لمانځنه کوي چې د یوه پیاوړي افغانستان په موخه بدلون رامنځ ته کوي.

UN70-pano ملګري ملتونه په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې خپله ۷۰ یمه کلیزه په ټوله نړۍ کې د یو لړغونډو په ترڅ کې د” پیاوړي ملګري ملتونه. غوره نړۍ “ تر شعار لاندې لمانځي چې د تل پاتې لاسته راوړنو، د امنیت او سولې د ټینګښت، دوامداره پرمختګ او د بشري حقونو د لازیات خوندیتوب په برخو کې د دې ادارې د عزم ښکارندويي کوي. ختم

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ دغه ورځ ؛ دملګروملتونو۷۰ – پیاوړي ملګري ملتونه ، پیاوړی افغانستان؛ تر شعار لاندې دیو لړغونډو په ترڅ کې لمانځي چې دملګرو ملتونود رامنځ ته کیدو په ورځ ( داکتوبر ۲۴مه) پیلیږي او د نوامبر دمیاشتې تر آخره به دوام وکړي. ختم

ملګري ملتونه له افغانستان سره اوږدمهاله او مهم مشارکت لري. د دې ارزښتناکه ملګرتیا په ویاړ، نوموړې اداره دیو شمیر وتلو مسلکي افغانانو د کار لمانځنه کوي، چې له کلونو راهیسې یې ورسره مرسته او کار کړی دی. دغه مسلکي کسان له یو شمیر نورو زیاتو پیاوړو افغانانو سره په یو لړ مهمو برخو کې د با ثباته ، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره دکار مشري کوي. ختم

ملګړي ملتونه خوښ دي، چې د دوی پر مختګونه ویني او دخپلو ځانونو ، کورنیو، ټولنو او په ټولیزه توګه دهیواد لپاره لاسته راوړنې لري. زموږ لپاره د خوشحالۍ ځای دی، چې د دې فرصت مو برابر کړی، چې خلک په بیلابیلو برخو لکه د خوراکي توکو خوندیتوب، د چاپیریال ساتنې ، د ښځو د حقونو او داسې نورو حیاتي برخو کې د دوی د کار او لاسته راوړنو په اړه د دوی کیسې واوري. ختم

د ملګرو ملتونو کورنۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو منشور ته، چې ۷۰ کاله وړاندې رامنځ ته شوی ، خپله ژمنه بیا نوې کوي، او همدارنګه دافغانانوپه مشرۍ او د دوی د مالکیت په لاره کې د مرستې لپاره خپل ځان ژمن بولي. ختم