محمد صدیق راشد

Mohammad Sediq Rashid – National De-mining Director

محمد صدیق راشد

دماین پاکۍ ادارې رییس

Mohammad Sediq Rashid ” میلیونونه ماینونه او ناچاوده توکي له منځه وړل شوي – او پاکې سیمې خلکو ته داغیزمنې کارونې لپاره تسلیم شوي دي. “ ختم

محمد صدیق راشد په افغانستان کې دماین پاکي چارو دهمغږۍ مرکز(MACCA) رییس دی. نوموړي له ۲۵ کلونو راپدیخوا دملګرو ملتونو اړونده ادارو سره په بیلابیلوبرخو کې دندې تر سره کړي چې په دې هیواد کې دماینونو او نورو ناچاوده توکو د پاکولو، دټولنو د خوندیتوب او په اغیزمنه توګه د ځمکو دکارولو په برخه کې مرسته وکړي. ختم

دافغانستان دماین پاکي چارو دهمغږۍ مرکز(MACCA) چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو دماین پاکي مرکز UN-MACA په نوم یادیده، دملګرو ملتونودماین پاکۍ خدمتونو(UNMAS) او دملګرو ملتونو دپروژوي خدمتونو د دفترونو له خوا یې ملاتړ کیږي. ختم

صدیق او دهغه ژمنو ملګرو د هیواد په کچه د ماینونو له اړخه د مرګ ژوبلې د شمیرې په ټیټولو کې حیاتي رول لوبولی دی. نوموړي په ۱۹۸۹ کال کې دلومړي ځل لپاره دماینونو پاکولو دپلان له موسسې سره دنده پیل کړه، چې دملګرو ملتونو دبشري مرستو دهمغږۍ د دفتر له خوا ورسره مرسته کیدله او تر دې مهاله دهیواد ۸۰ سلنه خاوره پاکه شوې ده. ختم

دمحمد صدیق راشد کیسه دهغه له خپلې خولې

زما نوم محمد صدیق راشد دی د ملگرو ملتونو په دفتر کی د افغانستان د ماین پاکی ریس یم. په ۱۹۸۹ کال کې کله چې په لومړي ځل د ماین پاکی پروګرام په افغانستان کې پیل شو د ماین پاکی پروګرام سره همکار وم. لومړی مې د روزونکي په توګه کارونه پیل کړل وروسته مو د یو شمیر شاګردانو په روزلو سره عملی کار پیل کړ. موږ له یوې موسسې سره کار کاوه او په ماینونو ککړې سیمې مو سروې کولې، معلومولې، په نښه کولی او له دغې موسسې سره مې د لسو کلو لپاره کار وکړ. د یاد ونې وړ ده هغه پرمختګونه چی د ماینونو او نا چاودو توکو په برخه کی په افغانستان کې شوي د ملګرو ملتونو د رهبری او زحمتونو په نتیجه کې تر سر ه شوی دي. زه په ډیر افتخار سره ویلی شم او زه ویاړم چی د ملګرو ملتونو کارکوونکی یم. له ۲۰۰۰ زیږدیز کال را پدیخوا د ماین پاکی له سازمان سره چې د یوان ماس په نامه یادیږی کار کوم. اوس مهال د مین پاکی د مرکز د ریس په توګه له ملګرو ملتونو سره خپلی دندی ته ادامه ورکوم. ټولو ته معلوم ده، چې په افغانستان کې ډیر شدید او دوامداره جنګون تیر شوي. ددې جنګونو یو شوم میراث د ماینونو او نا چاوده توکو شتون دی. له بده مرغه ماینونه او نا چاوده توکي په هغو سیمو کې شتون لري ، چې هلته خلکو ژوند کاوه ، لکه په کلیو ، ښارورنو، زراعتی ځمکو او همدارنکه په لویو لارو او سړکونو کې. په زرګونو کلي په ماینونو او نورو ناچاوده توکو پوښلي وو، زراعتي ځمکې په ماینونو ککړې وې او داوبو سیستمونه یې له خطر سره مخ کړي و. هغه مهال د ماینونو د قربانیانو شمیر زیاد وو او ان په یوه ورځ کې ۲۵ نفره زخمي او وژل کیدل چې په دې کې زیات شمیر ماشومان و. ماین پاکي پدې خاطرډیره مهمه ده ،چې که یوه سیمه ماینونه ولري د بیلګې په ډول یوه زراعتی ځمکه که په هغه ځای که ماین موجود وی هیڅوک له هغې څخه ګټه نشي پورته کولای. ماینونه نه یوازې د خلکودژوند لپاره یو ګواښ دی بلکې دخلکو د معیشیت لپاره سترخنډ دی او د پرمختګ مخه هم نیسي. که په یوه سړک کې ماینونه شتون ولري، نه ترې ګټه پورته کیدلی شي او نه یې هم څوک جوړولی شي. په همدی ډول که بریښنا ده او که نورې انکشافي پروژې وې، چې لومړی یې ماین پاکي ونشي ، کار پکې نشي کیدلی. په خواشینۍ سره په افغانستان کې نا چاوده توکو او ماینونو لویې انکشافي پروژې له خنډ سره مخامخ کړې وې. د دې ترڅنګ تر ټولو مهمه دخلکو ژوند دی چې ماینونو له ګواښ سره مخ کړی وو. او که چیرې ماین پاکي نه وای تر سره شوې ، خلک به له ډیرو ستونزو سره مخ وو. مګر الحمد الله ډیرپرمختګونه شوي دي، اتیا سلنه هغه سیمې چې د تیروجنګونو څخه په ماینونو ککړې پاتی وې ټولی پاکې شوې او ماینونه او نور ناچاوده توکي پکې له منځه وړل شوي دي، ځمکې د خلکو د استفادې وړ او خلکو ته سپارل شوي دي . مګر په ډیرې خواشینی سره باید ووایم چې جنګ لا تر اوسه لا هم په افغانستان کی ختم شوی نه دی. لکه څرنګه چې تمه کیده چې له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته به په افغانستان کې سوله راځې، امنیت به راځي اویو ښه حکومت به منځ ته راشي مګر متاسفانه ډیر شدید جنګونه وشول او په سیمو کې ناچاوده توکي او ماینونه پاتې شو او دیرې سیمې ککړې شوې. د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې شمیر د نا چاوده توکو اوماینونو له کبله زیات شوی دی. د نا چاوده توکو او ماینونو له اړخه د تلفاتوکچه ډیره کمه شوی وه ، موږ خوښ وو چې په خپل ژوند کې کیدای شي وکولای شو افغانستان له ماینونو او نا چاوده توکو څخه پاک کړو،خو اوس موږ ډیر خفه او مایوسه یو چې موږ له یوې خوا په ماین ککړې سیمې پاکوو او له بلې خوا په جنګ کې ښکیل اړخونه دغه ستونزه ورځ تر بلې زیاتوي چې دخفګان ځای دی. هیله لرم هغه ورځې راورسیږي چې ماینونو او نا چاوده مهمات په افغانستان کی فرش نه شیي او هغه ډلې چې په جنګ کې ښکیلې دي هغوی دغه مسولیت درک کړي ، هغه مهمات چې نن یې د افغانستان په خاورې کی ځای پر ځای کوي د ډیرو کلونو لپاره پاتې کیږي او دمرګ ژوبلې تر څنګ د راتلونکي نسل لپاره ډیرې ستونزې له ځانه سره پریږدي. زه هیله مند یم چې هغوی خپل مسولیت درک کړي اودغې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي. له دې پرته، په خواشینۍ سره زموږ خلک به له دې ستونزې سره د ډیرو کلو لپاره مخامخ وي. موږ د ملګرو ملتونود رامنځ ته کیدو د ورځی په اړه ډیر خوشحاله یو چې اویایمه کلیزه یې په نږدې راتلونکې کې لمانځل کیږی. د افغانستان دیوه وګړي په توګه زه له ملګرو ملتونوڅخه ډیر منندوی یم. ختم