” موږ هڅه کوو چې، دتاریخ دساتنې داهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړو: موږ اړتیا لرو چې د خپلو نیکونو تاریخ او کلتور وساتو“
حبیب نوري د ا فغانستان د فرهنګي میرا ثونو مشورتي موسسې (ACHCO) رییس دی، دا یوه نادولتي موسسه ده چې د راتلونکو نسلونو لپاره دافغانستان د بډایه کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې کار کوي. نوموړی په ځانګړې توګه دتاریخي میراثونو د بیارغونې په برخه کې کار کوي چې ، د حبیب نوري وروستۍ بیارغونه په هرات ولایت کې د پنځلسم قرن د شهزاده عبدالله مقبره ده
د ACHCO موسسه په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو له خوا نه تمویلیږي، خو د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له خوا ورسره د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې مرسته کیږي
حبیب نوري، چې یو انجینیر دی له دې وړاندې، چې په ۲۰۱۱ کال کې نوموړې موسسه جوړه کړي، د آغا خان له کلتوري مرستندویه ادارې سره یې له لسو کلونو څخه زیات په کابل ، هرات او بدخشان ولایتونو کې د پروژې د مدیر په توګه دندې تر سره کړې، اوهمدارنګه په نویمه لسیزه کې یې د څو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د هبیتات له ادارې سره کار کړی ختم
زما نوم انجنیر عبدالحبیب نوري دی او د کابل له پولي تخنیک څخه فارغ شوی یم. زما لومړنی کار، چې له غیر دولتي موسسې سره مي تر سره کړی، هغه د ملګرو ملتونو له یوې ایجنسۍ ، یو ان هبیتات سره و. زه په دې موسسه کې په کال ۱۹۹۴ کې شامل شوم او تر ۱۹۹۹ پورې د یو ان هبیتات سره ووم. هلته مو، په ۲،۴،۶، ۱،۱۶،۹، ناحیوکی د سوپر وایزر او سیمه ییز څارونکي په توګه دنده تر سره کړې او زموږ سر او کار له خلکو او د خلکو له شوراګانو سره و. زموږ ډیری کارونه د ظرفیتونو جوړول (اپګریدنیګ) و او په لوړو سیمو کې مو خلکو ته اسانتیاوې برابرولې. لکه څرنګه چې هغه جنګي وختونه وو او خلکو ورته ډیره اړتیا درلودله ، زموږ کار ډیر اغیزمن وو او بنسټیز کارونه مو تر سره کول. هغه وخت خلکو د خوراکي توکو په مقابل کی کار کاوه او خلکو زموږ له کار څه هرکلی کاوه.. د ۱۹۹۹ کال په پای کې دولتی سیستم له مشکلاتو سره مخ شو او زموږ کار ختم شو او موږ ته یې ځواب راکړ. په ۱۹۹۹ کی مونوي کار ته مخه کړه. لکه څرنګه موچې په ۲۰۰۲ کال کی د هبیتات د دفتر له رییس ښاغلی جولیان سره نیکی اړیکی درلودې، دهغه له لارې مو اغا خان کلتوري مرستندویه ادارې سره په پخوانیو تاریخی ابداتو کی کار پیل کړ. او هلته مې چې تجربه تر لاسه کړه نو له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۸ پوری د کابل دزوړ ښار د پروژی دمدیرپه توګه دنده ترسره کړه، او وروسته بیا د دفتر له خوا د هرات د پروژې شوم او تر ۲۰۱۰ کال پورې هلته پاتې شوم. د ۲۰۱۳ کال تر پیل پورې د بدخشان دابداتو د پروژې د مدیرپه توګه مې یو نیم کال دنده تر سره کړه. له هغه وروسته مې وغوښتل چیې پخپله یو افغاني مو سسه جوړه کړم، اوس مهال مو د ا فغانستان میرا ثي مشورتي فرهنګي موسسه جوړه کړې او د هیواد د ابداتو د ساتنې په برخه کې کار کوو او له دې کار سره مینه لرو. خپلی لومړنۍ پروژې مو په هرات کی پیل کړې اوددې ګټی دادي چي د ابداتو ساتل دخلکواوټولنې لپاره یو ضروري کار دی. لکه څرنګه چې دخلکو د پوهاوي کچه د تاریخي میراثونو دساتلو په برخه کې لږه ده، موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې دپوهاوي کچه لوړه کړو. دخپلو تاریخي ابداتو په ژوندي ساتلو سره کولای شو، دخپلو نیکونو یادونه ژوندي وساتو. زموږ لپاره ویاړدادی چې وکولای شو تاریخی ابدات چې زموږ له نیکونو څخه راپاتی دی وساتو او بیا رغونه یې وکړو. زما هیله له خلکو او دولتی چارواکو څخه دا ده چې په دې برخه کې د پوهاوي دکچې دلوړولو هڅې وکړي چې وکولای شو دخپلو ابداتو په اړه معلومات ولرو او پخپله د ابداتو څخه ساتنه وکړو. خلک باید پدې پوه شي چې د قانون او مقرراتوسره سم د تاریخي آثارو ساتنه وکړي. او دولت باید د مرستندویه هیوادونو دهمکارۍ غوښتنه وکړي تر څو وکړای شو خپل تاریخي آثار په سمه توګه وساتو. زه په اخر کې غواړم ووایم کوم کارونه چې مې د یو ان هبیتات سره تر سره کړي ترینه خوښ او راضي یم او خوږې خاطرې ترینه لرم. لکه څرنګه چې دملګرو ملتونو اویایمه کلیزه ده، زه ملګرو ملتونو او دملګرو ملتونو ټولو کارکوونکو ته د دې ورځې مبارکي وایم. او هیله مند یم ملګري ملتونه زما مبارکۍ ومني. دغه بنسټ چې اوس موږ پکې کار کوو، د کنداژ سیمه ده چې د دوو زیارتونو سیمه ده چې یو يې د شهزاده عبدالله په نوم ده او بل یې د شهزاده قاسم په نوم ده. کوم بنسټ چې اوس پکې کار کوو، دشهزاده عبدالله په نوم دی چې په اصل کې د تیموریانو په عصر کې جوړ شوی او شاو خوا ۶۰۰ سوه کاله لرغونتوب لري. کومې اسانتیاوې چې هغه مهال موجودې وې ، دهغو په پام کې نیولو سره ډیر په مهارت کار تر سره شوی ، په ډیر ښه هندسي شکل کاشي ګانې کار شوي او دغه بنسټ د اطلاعات او کلتو وزارت د تاریخي ابداتو دساتنې په ریاست پورې اړه لري، چې دهرات په ولایت کې آمریت لري او موږ غواړود دې بنسټونو په ساتنه کې هلې ځلې وکړي. که څه هم نوموړي ریاست د دې تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې له موږ سره ډیره مرسته کړې او دا یوازینی ریاست دی چې موږ ورسره کاري ارتباط لرو. خو دوی ډیر کم امکانات لري ، خو اوس دغه بنسټونه رغول شوي او د دې په ساتنه کې باید ډیرې هلې ځلې وکړي. دغه بنسټونه زموږ د تاریخ یوه برخه ده اوهغه باید ژوندی وساتو. ختم
په آخر کې د دې سازمان ټولو غړو هیوادونو ته زه د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې مبارکي وایم. ختم