فیروزه مشتري

Feroza Mushtari – Maternal & Child Health Advocate

فیروزه مشتري

دمور او ماشوم روغتیا پاله

Feroza Mushtari

“زه دمور په شونډو موسکا او دماشوم په غیږ کې نیول او ښکلول احساسوم… زما تر ټولو لویه هیله داده چې هره میندواري او زیږون خوندي کړم”

فیروزه مشتري په افغانستان کې دمور او ماشوم یوه وتلې روغتیا پاله ده. هغې په افغانستان کې د قابلګۍ لومړنۍ رسمي زدکړې وکړې، او هغه مهال فارغه شوه، چې افغانستان دیوې میندوارې مور لپاره تر ټولو خطرناک هیواد و، او محدود شمیر ښځو دقابلګۍ تخصصي خدمتونو ته لاسرسی درلود

له دې وړاندې چې په ۲۰۰۴ کال کې فیروزې مشتري کار پیل کړ، دهیواد په کچه په هرو ۱۰۰،۰۰۰ کې ۱،۶۰۰ ښځود ماشوم د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه. نن دمړینې دغه کچه په سل زرو کې ۳۲۷ ته راټیټه شوې

په همدې توګه دماشوم دمړینې کچه هم راټیټه شوې. فیروزې له ۲۰۰۶ کاله تر ۲۰۱۲ پورې دملګرو ملتونو دوګړو صندوق (UNFPA) او دماشومانو لپاره دملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یونسف) په مرسته د قابلو د روزنې په ګډون، له بیلابیلو کورنیو او نړیوالو موسسو سره کار کړی. اوسمهال نوموړې دافغانستان د قابله ګانو د ټولنې سرپرسته مشره ده ختم

دفیروزې کیسه. دهغې له خپلې خولې.

زما نوم فیروزه او تخلص مې مشتري ده  او د هیواد یوه قابله یم. په کال ۲۰۰۴ کې فارغه شوي یم او له هماغه وخته تر اوسه په خپل مسلک کې یم. او دافغانستان د قابله ګانو ټولنه هغه بنسټ دی چې له فراغت نه را پدیخوا ورسره تړاو لرم. او تل مو هڅه کړې چې میندواري او زیږون خوندي کړو. که په اصل کې پخپله قابلګی معنی کړو ، له مور سره اوسیدل معني ورکوي او له مور سره  دهرې قابلې داوسیدو موخه دا وي چې د میندواری اوزیږون پروسه بې خطره شي. زه فکر کوم چې زما مسلک خورا مهم دی چې په هیواد کې د مور او ماشوم د مړینې له لوړې کچې سره تړاو لري. چې له بده مرغه بیلابیل دلایل لري ، مو ږ په افغانستان کې لا تر اوس هم  په هر ساعت کې یوه مور له لاسه ورکوو، په همدې توګه دنویو زیږیدلو ماشومانو دمړینې کچه هم لوړه ده. هغه څوک چې کولای شي په دې برخه کې مهم ګام پورته کړي هغه قابلې دي. او له نیکه مرغه قابلګي اوس په افغانستان کې خپل ځانګړی ځای لري چې دملګرو ملتونو په ګډون، ټول کورني او نړیوال همکاران ، توانیدلي دغه مسلک پیاوړی کړي. هم د قابلو د روزنې په برخه کې ، هم د دوی د ظرفیت دلوړولو په برخه کې او هم د پروژو د تمویل په برخه کې مرسته وکړي او دمور او ماشوم د وضعیت په پام کې نیولو سره ، قابلګي په افغانستان کې لومړیتوب لري ، ځکه چې دمور او ماشوم له مړینې سره دوی د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي. له نیکه مرغه زه له فراغت نه را پدیخوا په بیلابیلو پروژو کې کار کوم او دنړیوالو همکارانو د مرستو شاهده یم ، په تیره بیا د ملګرو ملتونو د مرستو. تر ټولو مهمه پروژه د قابلو د روزنې پروګرام دی چې یو ان اف پی ای یې بودجه ورکوي. ختم

د د اخل خدمت یا ان سرویس تریننګ په برخه کې ، بیا هم یو ان اف پی ای دهغو کسانو لپاره چې نوي فارغ شوي ، پروژې لري او هڅه کوي هغه ارګانونه چې په دې برخه کې کار کوي تمویل کړي. همدارنګه ، یونسف دمور او ماشوم د روغتیا او همدارنګه دزیږون پرمهال د اساسي او عاجل مراقبت زدکړې برابروي او په دې برخه کې مرسته کوي. له نیکه مرغه ، هغه ټولنه چې زه یې مشري کوم د یو ان اف پی ای له خوا یې پروژې درلودې. د داخل خدمت په برخه کې مو قابلو ته د نوي زیږیدلي ماشوم د ساتنې اتو پالنې په برخه کې روزنه ورکړه ، چې له انتان(میکروب) څخه دوقایې  او په اغیزمنه توګه د استادانو روزنه هم پکې شامله وه. یونیسف هم ځینې پروژې درلودې او له نیکه مرغه موږ دهغو کسانو له ډلې څخه یو چې په مستقیمه توګه مو دوی سره کار کړی. اویونیسف  تر نن ورځې پورې له موږ څخه  دقابلو د کلنۍ غونډې په جوړولو کې ملاتړ کوي چیرته چې روغتیایي کارکوونکي له یو بل سره خپلې تجربې شریکوي او نوي شیان زده کوي. یوازینۍ پانګونه چې ښه اغیزه یې درلوده ، د قابلګی په برخه کې د موسسسو په تیره بیا دملګرو ملتونو پانګونه وه. ختم

له نیکه مرغه ، دروغتیا وزارت هم د موضوع اهمیت او جدیت درک کړی. اوس ډیره پاملرنه ولایتونو ته ده ، او موږ هم دولایتونو په کچه پروګرامونه لرو چې د قابلو د ټولنیز پروګرام په نوم یادیږي.  په ډیرو ولایتونو کې موږ د قابلو لپاره روزنیز پروګرامونه لرو چې بهرني تمویلونکي راسره مرسته کوي. د دې پروژو په پلي کوونکو کې کورنۍ او بهرنۍ موسسې شاملې دي. همدارنګه موږ د زون په کچه هم د داخل خدمت یا ان سرویس ټریننګ روزنیزپروګرامونه لرو، او دهغو کسانو د وړتیا په لوړولو کار کیږي، چې فارغ شوي او عملاً په ساحه کې کار کوي. په دې معنی چې د مرکز په پرتله زموږ فعالیتونه په ولایتونو کې ډیر دي. ما په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې کار پیل کړ، له هغه څخه یو دوه کاله وړاندې یو تحقیق شوی و او په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې ۱۶ سوه میندې تلف کیدې چې دا یوه ډیره زړه بوګنونکې شمیره وه. په دې معني چې په هرو ۲۷ دقیقو کې مو یوه مور له لاسه ورکوله او زموږ د ټولنې لپاره د منلو وړ نه وه. له نیکه مرغه ، بیلابیلو پروګرامونو له بیلابیلو اړخونو خپله اغیزه څرګنده کړه او اوس دا شمیره په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې ۳۲۷ تنوته راټیټه شوه. اوس په هر ساعت کې یوه مور له لاسه ورکوو. ختم

او په همدې ډول د نویو زیږیدلو ماشومانود مړینې په شمیره کې هم بدلون راغی. په دې معنی چې د ظرفیت جوړونې ، د قابلو د روزنې او د داخل خدمت زدکړو په برخو کې نوموړې پانګونه اغیزمنه وه. دا چې قابلګی دوام پیدا کوي ، په دې کې هیڅ شک نشته، ترکله چې دبشریت نسل شتون ولري نو دغه لړۍ به ادامه لري. ځکه چې مور د زیږون پرمهال مرستې ته اړتیا پیدا کوي او دهغې دمرستې لپاره باید یو څوک وي چې مرسته ورسره وکړي. موږ خوشبختانه د خپلو نړیوالو همکارانو ژمنه له ځانه سره لرو. په ځانګړي ډول ، کله چې د روغتیا وزارت خپله پنځه کلنه ستراتیژي جوړوي، په دې برخه کې کورني او نړیوال همکاران عمده رول لري او ژمنې لري او موږ راتلونکي ته خوشبین یو. په دې برخه کې قابلې هم ژمنې لري او دیوې همغږۍ په ترڅ کې به موږ د داسې یو وخت شاهدان یو چې دمور او ماشوم د مړینې تر ټولو ټیټه کچه ولرو. دیوه انسان په توګه له بل انسان سره مرسته ، زما په  فکر تر ټولو سپیڅلې دنده ده . کله چې زه له یوې مور سره مرسته کوم او هغه په موسکا خپل ماشوم په غیږ کې اخلي ، له دې بله غټه ډالۍ زما لپاره نشته. دا هره ورځ ماته یوه انرژي او ماته انګیزه راکوي چې لا ښه کار وکړم. هغه عاطفي اړیکه چې زما او د مور په مینځ کې ده ، ماته قوت رابخښي ، او زه په خپل مسلک مینه یم. زما هیله داده، چې په افغانستان کې هره حاملګي او هر زیږون له خطره لیرې وي او میندې له خطر پرته خپل موروالی احساس کړي، او هیڅ مور د زیږون او له زیږون نه ورسته تلف نشي. روانو هڅو ته په کتو سره دا هیله ډیره نږدې وینم. زه دملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې مبارکي وایم او هغه مرستې چې دوی تر سره کړي ډیرې ګټورې وې او زه له ملګرو ملتونو څخه مننه کوم. ختم