”زموږ دنده د هغو ښځو په ګډون چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، مظلومو خلکو ته خدمت کول دي … موږ تل له مظلومانو سره مرسته کوو “
خ تم مغفرت صمیمي د بشري حقونو یوه نه ستړې کیدونکې فعاله ده ، په تیره بیا د تاوتریخوالي پروړاندې د ښځو د ساتنې په برخه او همدارنګه د تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوي. په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د افغان بشري حقونو د موسسې (AHRO) دمشرې په توګه د بشري حقونو موضوعاتو په اړه راپورونه چمتو کوي، او دیوې منځګړې په توګه ورته په پراخه توګه احترام کیږي
د ځان وژنې د نورو ډولونو تر څنګ ، ځان ته د اور اچونې ، دکم عمر او زور دودونو، جنسي زورونو ، اختطاف، بندي کولو ، دشکنجه کولوله مخنیوي سره مبارزه او دښځو دحقونو په برخه کې د پوهاوي ورکول دهغې د چارو یوه برخه جوړوي. مغفرت همدارنګه په جوزجان ولایت کې د مدني ټولنې د شبکې مشره هم ده چې شاوخوا د څلویښتو موسسو غړي پکې برخه لري او په افغانستان کې دملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په همکارۍ رامنځ ته شوې
یوناما له اغلې مغفرت سره د بشري حقونو او د مدني ټولنې د پیاوړتیا په برخه کې ډیر کار کړی. نوموړې په فعاله توګه دسولې لپاره د افغان وګړو د ډیالوګ په بهیر کې برخه اخیستې او د روان کال په لومړیو کې د جوزجان ولایت د سولې د ولایتي عدالت غوښتنې د کمیټې د مشرې په توګه وټاکل شوه ختم
زما نوم میرمن مغفره صمیمی ده. په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کی د بشری حقونو د سازمان رییسه او د مدنی ټولنې د شبکې مشره، د جوزجان ولایت او د جوزجان ولایت د سولې د کمیټی ریسه یم. کله چې طالبان راغلل زه پاکستان ته لاړم او هلته مې د بشري حقونو د کمیسون غړیتوب تر لاسه کړ. او درې کاله مې په پاکستان کی کار وکړ او په کال ۱۳۸۱ کی افغانستان ته راغلم. پا کستان کې محبسونو ته ورغلم چې له لس کلنۍ څخه تر سل کلنۍ پوری بندیان مو ولیدل چې په مختلفو تورونو بندیان ول. چی کله موږ د پاکستان محبسونو او زندانوته داخل شو د هغو ماشومانو او میرمینو لپاره چی د بدن نیمی تنې یې قطع کیدې هلته مو د وینې کمپونه جوړکړل او د هغو ماشومانو لپاره چې پښو ته یې اړتیا درلوده تقریباّ ۶۰۰ ماشومان مو د پښو او لاسونو په حساب جرمنی ته ولیږل او په څمکنی موړ کې چی ډیره یوه پراخ سیمه وه هلته مو له مهاجرینو سره مرسته کوله. هلته به زموږ ځوانان چی هر ۱۵ ورځی وروسته راتلل موږ به ورته اګاهي ورکوله او هغوی به مو د افغانستان راتلونکي خدمت ته هڅول چی انشا الله راتلونکی به جوړ شی او موږ او تاسی به له دې کډوالۍ څخه خلاص شو او ویل به موورته چې که خدای کول له دې مصیبت څخه به خلاص شو. ختم
په هرو ۱۵ ورځو کې به مو هغوی ته حقوقي پوهاوی ورکاوو او هم د ۱۳۸۱ په وروستیو کې مو تقریباّ ۵۰۰۰ مهاجر ثبت او راجستر کړل. په تخته بیګ کې د یونیسف کارونه ټول ما پخپله تر سره کول زه په ټولو کارونو کې مخکښه وم او ورپسی زموږ افغاني مهاجرین وو. په جلال اباد کې مو ډیر هرکلی وشو. کله چې موږ خپل وطن افغانستان ته راغلو نو بیا د جوزجان ولایت ته ولاړم هلته مې د زون مسووّلیت په غاړه وو. چې د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، او فاریاب ولایتونه په کې شامل وو. له دوی سره مې یو ځای په زون کې کار وکړ او بیا چې د زیاتو کارونو له امله می ونه شو کولای نورو ولایاتو کی کار وکړم نور خلک راغلل او یوازې مې درې ولایتونه پر مخ بیول. له ۸۱ کال څخه را پدیخوا د جبري ودونو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښ، زور او ځورونو، قتل، ځان وژنو، ځان سوزونو، د کم عمره ودونو، د ځمکې د غصب په برخه کې مې کار او فعالیت وکړ. ځکه چې مشکلات او ننګونې یی درلودې، یوازینی همکار او ملاتړ مو د یوناما له دفتر څخه درلود. زه تل د یونما له دفتر سره په تماس کې وم . هغه کیسونه به چې ماته راتلل ما به هغه له یوناما سره شریکولې. تر څو موږ وکولای شو په یو ډول دا کارونه مخ ته یوسو. له موږ سره یوناما او ملګري ملتونه وو او کله چی دافغانستان جوزجان ولایت ته راغلم څوک نه پوهیدل چې د بشر حقونه یعني څه؟ هیڅ معلومات یی نه درلودل او آن دفتر مو هم نه درلوده او خپله دوسیه به مې راسره وه څارنوالۍ او محکمې ته به تلم او تل به مې کیسونه تعقیبول. چې زموږ د خویندو پر وړاندې به تواتریخوالی کیده او آن داسې کیسونه ول چی معصوم ماشومان به په لږ عمر کې ودیدل . داسې کیسونه هم وو، چې آن په اووه کلنۍ کې یې نکاح تړل شوې وه. د هغوی راپور به موږ ته راورسید او ما به محترمه قومنداني په جریان کی کیښوده او د قومندانۍ په مرسته به مو نجلۍ را وستله اوهمغه ملا چې د دوی نکاح یې تړلې وه او خطبه یې لوستلې وه د قانون منګولو ته مو ورسپاره. موږ داسې کیسونه هم لرو چې د ځان سوځونې او په زور ودونې په کې راځي. داسې هم شوي کله چې ما ته راپور راورسیده چې نجلۍ سره تیل دي او په خپل سر یې اړوي، زه ورغلم او هغې ته مې نجات ورکړ. کله مې چې کار شروع کړ نو د ځان وژنې له سلګونو پیښو مې مخنیوی وکړ. کیدای شي د قرغان د ولسوالۍ یوه کیسه درته وکړم. د قرغان ولسوالۍ ته ولاړو د نجلۍ پلار راغی او خپله لونګی یې په ځمکه وویشته چې خپله لور می په نکاح ورکړه ما ته یی فریب راکړ په زور یی وکړه نجلۍ غواړی چی ځان ووژني او نجلۍ تر دې حده پورې په ستونزو کی وه چې خسر خیلو یې وویل هغه پیسې مو چې رانه اخیستي بیرته یې راکړئ کنه نو جلی وژنو. نجلی ډیره وهل او ټکول شوی وه. چی په خپله هلته ولاړو شپه وه. د قرغان ولسوالي یوه لرې ولسوالۍ ده او د جوزجان له ولایت څخه له کمیسیون سره یو ځای ولاړو. تقریباّ دوه بجې هلته ورسیدو. کله چې د هغی کور ته ننوتو د کمیسیون پلاوی او پولیس هم موږ سره وو، ولاړو نجلی مو راوستله. ګورو چې نجلۍ سره ملتین دي چې ویې خوري. ما والي صاحب هم په دې کیسه خبر کړی و. کله مو چې د پیښې د انګیزې پوښتنه وکړه نو معلومه شوه چې هلک ویل ما په خپل واده کې لس زره ډالره مصرف کړي دي او ما قرض کړي، غواړم خپلې ورکړې پیسې بیرته ترلاسه کړم او نجلۍ هم باکره نه ده. نجلۍ یې ډیره وهلي ټکولې وه، د دې لپاره چې مور او پلار یې ودردیږي او خپلې پیسې بیرته ترلاسه کړي. اصلي هدف دا و چې پیسې ترلاسه کړي او نجلۍ بدنامه کړي او ووایي چې نجلۍ باکره نه ده. وګورئ په دې خلکو کې څه بدبختي روانه ده. غوښتل یې چې نجلۍ بدنامه کړي حال دا چې نجلۍ باکره وه. په دې توګه مو وکولی شول چې نجلۍ وژغورو بیا مو نجلۍ ولسوالۍ ته راوسته او هلته مو یې په اړه قانوني اجرات وکړل. ختم
زه غواړم د خپلو ځوریدلو خلکو لپاره کار وکړم. په زرګونو ځوانان مو نن قرباني شول او په زرګونو زرګونو خویندې مو کونډې شوې او په زرګونو زرګونو ماشومان مو یتیمان دي، د خوراک لپاره څه نه لري او ان له ښوونځي ، درس او تعلیم څخه لرې پاتې دي. د دې لپاره چې عدالت په ښه توګه تامین شوی وي زه ددوی حق غوښتنه کوم او غواړم چې حق حقدار ته ورسیږي. زه له ۸۱ م کال راپدی خوا په دغه برخه کې کار او فعالیت لرم او د جوزجان سرپل او فاریاب ولایتونو مسوولیت په غاړه لرم. نن زه د خلکو په منځ کې ډیر شناخت او محبوبیت لرم ، زموږ خلکو هم دا درک کړې چې دلته یوه مرجع شته چې د حق لپاره مبارزه او کار کوي. ختم
ما تقریباّ ۱۰ کلنې ۱۴ کلنې او ۶ کلنې قضیې حل کړې دي البته د مشرانو ، ملایانو ، خپلو مفتیانو اود علماوو شورا سره په تفاهم کې، له محکمې او څارنوالی سره په تفاهم کې مو دا قضیی مخ ته بیولې او حل کړې مو دي. آن د جنسی تیري پیښې چی په معصومې نجلۍ تر سره شوې وي ، د هغی عدالت غوښتنه ما کړې، د دې پخاطر چی له دې بدبختۍ څخه خوندي شو. تر څو به په دې حالت کې سوزو، نن ښه ده چې په دې برخه کې خو یوه مرجع شته خو پخوا وختونو و چې دا به عیب ګڼل کیده. داسې هم پیښ شوي چې په نجلۍ ظلم شوی . یو وخت یوه نجلۍ ماته له سنچارک ولسوالۍ نه په پښو راغلې وه ،پیښې یې پړسیدلې وې، ترانسپورتي امکانات یې نه لرل، کوټه قلفي وه، چې شپه پخه شوې وه نو راتښتیدلې وه، په زور په دې نجلۍ پنځو شپږو کسانو جنسي تیری کړی وو . دا هغه حالتونه دي چې ما ورسره مقابله کړې او توانیدلې یم چې په اړه یې قانوني اجرات وکړم او د دغه شان پیښو قضیې مخې ته یوسم. له دې وروسته مې هم هدف همدا دی چې وتوانیږم خپلو مظلومو خلکو ته خدمت وکړم او له دې بدبختیو، پر ماشومانو د جنسي تیریو، اختطافونو او په کم عمر کې د ودونو لپاره عدالت غوښتنه وکړم،چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی کم شي او زموږ ځوریدلي خلک له دې ناورین څخه خلاص شي. زموږ پلان همدا دی چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړو، خلک پوه کړو څو له خپلو حقونو څخه خبر شي. دوه ستونزې شته چې اوس هم زموږ خلک ورسره لاس او ګریوان دي. یوه دا ده چې زموږ خلک نالوستي دي او بله دا چې له اقتصادي اړخه بیوزله او کمزوري دي. موږ له دولت څخه غواړو چې سوله او امنیت ټینګ کړي څو د دې ظلمونو او ستمونو مخه ونیول شي او عدالت تامین شي. له ملګرو ملتونو څخه مو هیله دا ده چی هغوی هم د مدني او بشري حقونو له بنسټونو څخه ملاتړ وکړي او موږ سره مرسته وکړي .د دی پخاطر چی د ملګرو ملتونو اویایمه کلیزه ده د زړه له کومی ټولو محترمو دوستانوته مبارکی وایم او دوی په افغانستان کې په خپلو کارونو او فعالیتونو کې کامیاب وو. تمه مو ترې داده چې په راتلونکي کې هم له موږ مرسته وکړي چې موږ ښه او بهتر کارونه تر سره کړو، او خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شو، چی تاوتریخوالی ورک او د بې عدالتۍ څخه مخنیوی وشی. ختم