رحیمه احمدي

Rahima Ahmadi – Polio Vaccination Coordinator

رحیمه احمدي

دماشومانو دګوزڼ واکسین همغږې کوونکې

Rahima Ahmadi ”دیوې مور په توګه زه هیڅکله نه غواړم چې یو ګوزڼ وهلی ماشوم ووینم… موږ کولای شو چې یوازې د دوه څاڅکو واکسين له لارې د دې ناروغۍ مخه ونیسو.“ خت م

افغانستان یو له هغو وروستیو هیوادونو څخه دی ، چې د ګوزڼ ناروغي پکې لاهم شتون لري. په مزار شریف کې د ګوزڼ و اکیسن یوې همغږې کوونکې، رحیمې احمدي دخپل ژوند ډیره برخه دې ته بیله کړې، چې افغانستان له ګوزڼ څخه خلاص شي

رحیمې په تیرو پنځلسو کلونو کې د عامې روغتیا ریاست د ماشومانو دودې په ولایتې څانګه کې له نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) سره کار کړی چې په هیواد کې د ګوزڼ واکسین پروګرام پر مخ یوسي

لومړی یې دیوې داوطلبې په توګه کار پیل کړ، وروسته سوپروایزره شوه او اوس مهال د پروګرام د همغږې کونکې په توګه کار کوي. نوموړې ، او دهغې ډله کور په کور او کوڅه په کوڅه ګرځي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې ټول ماشومان واکسین شويدي

دماشومانو لپاره دملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یونسیف) له نړیوال روغتیایي سازمان  او افغان چارواکو سره د ګوزڼ واکسین په برخه کې کار کوي ختم

د رحیمې کیسه. دهغې له خپلې خولې

زه رحیمه احمدی یم د عامی روغتیا فارمسسته او تر څنګ یي د مزار شریف په یوه ناحیه کې د کواردیناتورې په توګه د پولیو د له منځه وړلو  په برخه کی کارکوم. ۱۵ کاله کیږی چی د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې زه د عامی روغتیا د ریاست ، یونیسیف او ډبلیو ایچ او، سره د کادیناتورې  په حیث دنده تر سره کوم. د یوې مور په حیث نه غواړم چې هیڅ یو ماشوم د مور په غیږ کې فلج وي. ځکه چې زما  کار د پولیو د له منځه وړلو سره تړاو لري نو غواړم چې په خپله د پولیو په له منځه وړلو کې برخه واخلم. زه د ماشومانو لپاره خدمت کولی شم، خصوصاّ د ۵ کلونه د لږ عمر لرونکو ماشومانو لپاره. په لومړیو کې مې د رضا کارې په حیث دنده تر سره کوله وروسته  بیا د سوپر وایزرې او وروسته د ضرورت په اساس پخپله ار ام ټی او ډبلیو ایچ او د  کاردیناتورې په توګه وټاکلم. په هره دوره کې له ۷۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ پورې ماشومان واکسین کوو. په یوه کال کې څلور ځلې هم واکسین شوي او ځینې وختونه پنځه  ځلې هم واکسین شوی دی. پولیو یوه خطرناک  او معیوب کوونکی ویروس دی. کله چی یو ماشوم پولیو ولري دوه سوه شاوخوا ماشومان په پولیو اخته کولی شي. ختم

موږ د دې واکسین په مرسته کولی شو چې له پنځو کلونو د لږ عمر لرونکو ماشومانوته روغتیا ورپه برخه کړو. ځکه دا واکسین یو ډیر قوی انتی بادی دی او دناروغیو په وړاندې د ماشومانو د بدن معافیت لوړوي او له ماشومانو څخه ساتنه کوي. پدی خاطر له پنخه کلنۍ دښکته ماشومانو لپاره د پولیو دغه دوه څاڅکي واکسین ل ډیر مهم دی. او هغه ستونزې چې موږ یې دلته لرو ځینې کورنۍ شته چې د واکسین په اړه پوره پوهاوی نه لري. د اګاهۍ نه لرل د دې سبب ګرځي چې موږ ته ستونزې جوړې کړي او ځینې سیمې چې پولیو لري یا هغوی ته واکسین نه رسیږي یا هم هغه سیمی نا امنې دي. دغلته زموږ همکارانو ته ډیرې ستونزې جوړوي. پدې وجه موږ هیله مند یو چې د دې مرکې په اوریدلو سره خلک د پولیو واکسین ته ارزښت قایل شي او وکولی شي چې خپل ماشومان د دې دوه څاڅکو واکسین څخه محروم نه کړي. هغه ستونزې چې موږ یې له خلکو سره لرو دا دي چې زموږ خلک بیوزله دي. موږ په یو کال کی څلور ځلې دا چاره ترسره کوو. کله چې د خلکو د کورونو شاته زموږ رضا کاران ورځي په پوره مینې سره دا کار کوي. ولې داسې کورنۍ دي چې زموږ رضا کارانوته وایي چې بار بار ستاسو دا واکسین څه کوو ، تاسو موږ او زموږ ماشومانو ته خوراکي توکي، ډوډی او یا څه کالي نه ورکوی او تل راځئ چې واکسین او واکسین ورکوو. موږ کولی شو چې لاړ شو دغو کورنیو ته قناعت ورکړو چې واکسین ډیر ګټور دی. څوک چې زموږ غږ آوري هیله لرم چی دغه دوه څاڅکي واکسین چې ډیر معنوي ارزښت لري خپل ماشومان ځینې محرومه نه کړي. هغه مرستې چې ډبلیو ایچ ، یونیسف او دعامې روغتیا وزارت یې زموږ سره کوي دا دي چې موږ خپل رضا کاران انتخابوو او هرکله چې موږ دا کمپاین پیلووله ۵ تر ۱۰ ورځو مخکې دوی زموږ رضاکارانو ته ټریننګونه ورکوي او ډیر زحمت باسي. هغه ټرینران  چې ډبلیو ایچ او او یونیسف یې لري راځي او زموږ رضاکارانو ته بار بار  ټریننګونه ورکوي او موږ ته یې اماده کوي او هغه درسي مواد چې موږورته اړتیا لرو لکه د واکسین توکي او هغه امپولونه چې زموږ لپاره اړین دي دا ټول د ار ام ټي او یونیسف ادارې  لخوا موږ ته برابریږي. ختم

د راتلونکې لپاره مو هیله داده چې یو امن افغانستان ولرو، چې وکولی شو دپولیو دغه دوه ارزښت لرونکي څاڅکي واکسین ټولوله ۵ کالو ښکته  ماشومانو ته ورکړو. افغانستان په نړیواله کچه له ۲ یو هیواد دی چی پولیو پکې شته . زما هیله همدا ده چې زموږ خلک همکاره واوسي او ملګري ملتونه همکاري وکړي چې  امن راولو او په دې برخه کې همکاري وکړي، او زموږ خلکو او  زموږ رضا کارنو ته یو سهولت جوړ شي چې وکولای شي دغه دوه څاڅکي واکسین د ۵ کلونو ښکته ماشو مانو ته ورسوي. او په اخر کې د ملګرو ملتونو دکلیزې مبارکي  دوی اوټولو کار کونکو  ته یې وایم. زه ۱۵ کاله د مخه د پولیو په برخه کی د ملګرو ملتونو دډبلیو ایچ او سره همکاره وم او ښې خاطرې مو ترې درلودې. تل بشر دوستي او هغه بشر دوستانه خدمتونه چې دوی زموږ له خلکو سره کړي د قدر وړ ګڼم. حتم