”زه هڅه کوم چې… هیواد د په ځان د بسیا کیدو لور ته یوسم او له بیوزلو سره مرسته وکړم چې خوراکي توکي ورته ورسږي.“
ختم
د غلام نبي کرنیز شرکت زراعتي تخمونه اصلاح کوي او مرسته کوي چې په هیواد کې غذایي خوندیتوب رامنځ ته شي
نوموړي دملګرو ملتونو د خوراکي توکو او زراعت ادارې دملگرو ملتونو د خوراکي توکو ادارې څخه تخنیکي مرستې او وسایل تر لاسه کړي او دهغو تخمونو په کارولو سره ، چې نوموړي اصلاح کړي، د بزګرانو له ۳۰ فیصد و څخه حاصلات لوړ شويدي
دملگرو ملتونو د خوراکي توکو ادارې همدارنګه د غلام نبي له شرکت او نورو شرکتونو سره د اصلاح شویو تخمونو د وسایلو په برخه کې مرستې تر سره کړي او لوی ګدامونه یې ورته جوړ کړي چې په هیواد کې د اصلاح شویو تخمونو څانګه پیاوړې شي. غلام نبي له سیمه ییزو بزګرانو سره له نږدې کار کوي چې، د اصلاح شویو تخمونو تر ټولو غوره ډولونه وکرل شي، اصلاح شي اوټولو سیمو ته ورسیږي
زما نوم غلام نبی مشهور په ملک غلام نبی د ننګرهار ولایت د بیسود ولسوالی د بیسوده خاص د کلی اوسیدونکی یم او د د بیسود خاص ولسوالی کې د اصلاح شوو تخمونو یو شرکت لرم چی د ایسا څخه قانونی جواز لری. د تخمونو په تولید کی تخنیکی او مسلکی کار کوونکي لرم اوتخم د زراعت وزارت د تحقیقاتو څانګی تر نظر لاندی پروسس کووم او زه یو دهقان هم یمه، تر دې مخکی یو ښوونکی ووم چی معلمی یوه مقدسه دنده ده، خو کله چې مې وکتل زموږ د هیواد خلک اصلاح شوو تخمونو ته ډیر ضرورت لری او ځکه چی یو هیواد خوراکی مسونیت خواته وړي او خلکو ته ډیر خیر رسیږی، ځکه چی تخم یو اساس جوړوی که اصلاح نه وی هیڅکله یو صحیح حاصل نه ورکوی او زه ځکه دا کوښښ کووم چی خلکوته می خیر ورسیږی او زموږ هیواد او خلک خود کفا شی او زموږ وګې خیټی پخپله مړې شي. او زه کوشش کوم چې فنی او مسلکي خلک پیدا کړم او په قانوني او مسلکي شکل کار وکړم. دتخم د پروسس ترڅنګ، زه له خلکو او ولسونو او دهقانانو سره ډیر ښه روابط لرم او دوی زما څخه ډیر خوشحاله دی او د دی خلکو حاصل له ۳۰ څخه تر ۵۰ فیصدو پوری زیات شوی دی. دوی له ما خوشحاله دي او زما سره تخنیکی کمکونه هم کوی اوزموږ خلک د اصلاح شوو تخمونو تر لاسه کولو دپاره زیار باسي. تخمونه ښه صفا کوي اوترې مراقبت کوي او دهرزه ګیا په صفا کولو کې مرسته کوي او دوا پاشي کوي او داصلاح شوي تخم په اهمیت پوه شوي. ځکه چی د هغوی حا صل لوړ شوی او په دی صورت کی دهقان هم خوښ وی او ددوي خوشحالي او د مملکت پیشرفت زموږ هدف دی. په ۲۰۰۷ کال کی زه د ایف ای اوو سره راجستر شووم او ایف ای اوو د تخنیکی او مالیی مرستو څخه مستفید شوم. ایف ای اوو موږ ته ټرینینګ او زده کړی راکړی، موږ ته یې ماشینري راکړه ، موږ ته یې ګدامونه جوړ کړل او حتا موږ ته یې خارجی سفرونه راکړل او د تخمونو په استعمال یی پوه کړو او په افغانستان کی د تخمونو اساس یې کیښود او نورو شرکتونو سره یی هم کمکونه وکړل او خلک هم له اف ای او نه او هم له موږ نه خوشحاله دي. په اخر کی ملګرو ملتونو داویایمی کلیزی مبارکی وایمه او د ایف ای اوو څخه دخپلو خلکو او دخپلو دهقانانو په استازیتوب مننه کوم. او د ملګرو ملتونو، ایف ای اوو او اروپایی هیوادونو څخه هیله ده چی ایف ای اووسره داصلاح شویو تخمونو په برخه کې مرسته وکړی تر څو افغانستان خود کفا شی او د نورو له احتیاج څخه خلاص شي. او د نورو د هقانانو څخه می هیله دا ده چی د اصلاح شوو تخمونو څخه ګټه پورته کړی اود نا سمو تخمونو څخه استفاده ونه کړی تر څود دوی خواری حبس نه شی او په دی کی خیر دی او د احتیاجی څخه خلاصیږی. او زما هیله داده چی موږسره د کرنی وزارت ایف ای او دزراعت دبرخې نورې موسسې مرسته وکړی اوداصلاح شویو تخمونو دتولید او پروسس په برخه کې مرسته وکړی. ځکه چی افغانستان یو غریب ملک دی او زراعتی ملک دی، باید کرهڼه پکی عصری او میکنیزی شی تر څو زراعت خود کفا شی. ځکه چی تر اوسه پوری موږ د پخواني قلبی سیستم څخه ګټه اخلو، یواځې یو تراکتور پیدا شوی او بس. له موږ سره باید اصلاح شویو تخمونو په برخه کې مرسته وشي، نوي ډول تخمونه باید راوړل شي اودلته باید تجربه شي او همدارنګه دتخمونو لپاره باید مارکیټ پیدا شي. زه او زموږ خلک د ملګرو ملتونو څخه دیر خوښ یو چې له موږ سره یې د اصلاح شوو تخمونو، دسرو او د ویالو او په صحی برخو کی مرستی کړی او بیا هم د ملګرو ملتونو داویایمی کلیزی مبارکی وایمه. ختم