نصرالله په کابل کې د نجات سنټر په مخدره توکو روږدو کسانو ته د رغیدنې په موخه د مسلکي زدکړو په برخه کې لارښوونې کوي
. د عامې روغتیا وزارت او دملګرو ملتونو دنشه یي توکو او جرمونو سره دمبارزې ادارې(UNODC) د ۲۰۰۹ کال کې د سروې له مخې شاوخوا لس سلنه افغانان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۶۴ تر منځ دي مخدره توکي کاروي. دیوه ځوان په توګه نصرالله هم په مخدره توکو روږدی شوی و
نوموړي په نجات سنټر کې د مخدره توکو څخه د خلاصون په پروګرام کې برخه واخیسته او د متخصصینو په مرسته یې هڅه وکړه چې د مخدره توکو له کارولو څخه خلاص شي
نوموړی همدارنګه په نجات سنټر کې په دنده وګمارل شو او دخپلې تجربې له مخې د دې مرکز په مسلکي پروګرام کې لارښود او روزونکی وټاکل شوUNODC له نجات سنټر سره مرسته وکړه تر څو د معتادینو د بیا رغیدنې یو مرکز جوړ کړي او له رغیدنې وروسته دهغوی څارنه وشي او مسلکي زدکړې ورکړل شي
ختم