.پیاوړي ملګري ملتونه. غوره نړۍ
د ملګرو ملتونو اویایمه کلیزه یو ښه فرصت دی تر څو د ملګرو ملتونو تاریخ ته وکتل شي او انعکاس ورکړل شي او دهغه پرتل پاتې لاسته راوړنو مکث وکړو. همدارنګه دایو فرصت دی تر څو وکتل شي، چې چیرته ملګري ملتونه – او په ټولیزه توګه نړیواله ټولنه- اړتیا لري، چې خپلې هڅې دوه برابره کړي تر څو اوسنیو او راتلونکو ننګونو ته چې د دې ادارې په درې ګونو بنسټونو : سولې او امنیت ، پرمختیا او بشري حقونو کې شتون لري دحل لار پیدا کړي.
د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې په اړه د سرمنشي پیغام
دملګرو ملتونو ۷۰ یمه کلیزه یو پر وخت فرصت دی، چې د دې ادارې پر تل پاتې او بې شمیره لاسته راوړنو رڼا واچول شي او دسولې په ټینګښت ، امنیت او دوامداره پرمختګ او د بشري حقونو د ودې په برخه کې یې عزم لا پیاوړی شي.
هره ورځ ملګري ملتونه د میلیونونو وګړو لپاره یو مثبت بدلون رامنځ ته کوي: ماشومان واکسینوي؛ د خوراکي توکو مرستې ویشي؛ کډوالو ته سرپناه برابروي؛ سوله ساتي ځواکونه په دندو ګماري؛ له چاپیریال څخه ساتنه کوي؛ شخړو ته سوله ییزې دحل لارې لټوي او له ولسواکه ټاکنو څخه ملاتړ کوي؛ جنستي برابروالي ته کار کوي او همدارنګه بشري حقونو او دقانون حاکمیت ته وده ورکوي.
زموږ د اوسنۍ زمانې ننګونې له سرحدونو څخه اوړي او د خبرو او مصالحې له لارې یو لړ مغلقو دحل لارو ته اړتیا لري.
د دې کال شعال ” پیاوړي ملګري ملتونه، غوره نړۍ “ د ملګرو ملتونو دهر اړخیز اهمیت او اړین رول څرګندونه کوي.
یواځې هغه وخت چې موږ سره ګډ کار وکړو، موږ کولای شو چې پر ګډو ګواښونو بریالي شو او له ګډو فرصتونو څخه ګټه پورته کړو؛ یواځې په ملګرو ملتونو کې د ټولو هیوادونو، که کوچني دي او که لوی، بډای دي او بي وزلي، او دټولو خلکو غږ اوریدل کیدای شي. زموږ په چټکۍ سره بدلیدونکې نړۍ کې، ملګري ملتونه د ټولیز پرمختګ لپاره د انسانانو بې سارې وسیله پاتې کیدلای شي. راځې له دغې کلیزې نه په کار اخیستلو او د ۷ لیسزو د تجربو په کارولو سره خپلې ژمنې ” موږ خلکو“ ته د خدمت لپاره نوې کړو او دټولو لپاره سوکاله، امن او له درناوي څخه ډک ژوند جوړ کړو.