جلال آباد، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۲ مه – په جلال آباد ښار کې دملګرو ملتونو د ۷۰یمې کلیزې غونډې پرمهال افغان سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې استازو له ملګرو ملتونو سره یوځای د افغانستان او ملګرو ملتونو تر منځ د مشارکت لمانځنه وکړه
د ننګرهار والي، ښاغلي سلیم خان کندزي او په ننګرهار کې د یوناما د سیمه ییز دفتر مشر، هیرن سانګ د غونډې شاوخوا ۶۰ ګډون کوونکو ته خبرې وکړې
د ننګرهار والي وویل: ” په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو او دولتي بنسټونو تر منځ همغږي او همکاري شتون لري. موږ له ملګرو ملتونو څخه ځان نه بیلوو، موږ د یوې کورنۍ غړي یو “
نوموړي د وروستۍ زلزلې پر مهال اغیزمنو کسانو سره له بشري مرستو څخه دیوې بیلګې په توګه یادونه وکړه او ویویل چې، په دې سیمه کې د بیارغونې او پرمختیایي مرستې هم تر سره شوي
ښاغلي کندزي وویل: ” موږ د ملګرو ملتونو غړي یو او دلته په ننګرهار کې دیوې کورنۍ په توګه د یوې ګډې موخې: هوسا افغانستان، چرته چې د ژوند معیارونه برابر وي ، ماشومان ښوونځیو ته لاړشي او په یوه سوله ییزه فضا کې ژوند وکوي، د ترلاسه کولو لپاره له ښو اړیکو او همکارۍ سره کار کوو “
دیوناما دسیمه ییز دفتر مشر، ښاغلي سانګ وویل چې، د ملګرو ملتونو درامنځ ته کیدو راهیسې افغانستان د ملګرو ملتونو یو فعال غړی دی او ملګري ملتونه له ۶۰ کلو راهیسې په دې هیواد کې شتون لري
د دې غونډې مهمه برخه د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د انځورونو نندارتون و چې، د یو شمیر وتلو افغان متخصصینو د کار ښکارندویي یې کوله او ملګرو ملتونو ورسره ګډ کار او له دوی څخه یې ملاتړ کړی
د دې غونډې پر مهال د مدني ټولنې استازو ، په ځانګړې توګه له یوې فعالې مدني ټولنې څخه دملګرو ملتونو ملاتړ روښانه کړ او ویویل چې، ملګرو ملتونو په دې سیمه کې د بشري حقونو او جنسیتي برابري په برخه کې ډیرې مرستې تر سره کړي
د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې نندارتون د ځانګړو پانارومیک انځورونو نندارې ته وړاندې کولو سره لومړی په کابل او مزار شریف ښارونو کې نندارې ته وړاندې شو. دغه لوی انځورونه، چې شاو خوا څلور متره اوږدوالی لري، په هر یوه کې درې صحنې تر سترګو کیږي چې د روغتیا، کډوالو او د چاپیریال ساتنې په برخو کې د مسلکي کار کوونکو د کار مهمې برخې روښانه کوي