مزارشریف، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۵ مه – په مزارشریف ښار کې افغان سیاسي مشران، دیپلوماتان او د مدني ټولنې استازي له ملګرو ملتونو سره یوځای شول تر څو دافغانستان او ملګرو ملتونو تر منځ د اوږدمهاله مشارکت لمانځنه وکړي

د بلخ والي، ښاغلي عطا محمد نور، دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، نیکولاس هیسم او په بلخ ولایت کې د یوناما د سیمه ییز دفتر مشر د دې غونډې په ترڅ کې خبرې وکړې چیرته چې د یو شمیر وتلو افغان متخصصینو کارونه د انځورونو دیوه نندارتون له مخې نندارې ته وړاندې شول

ښاغلي هیسم وویل : ” دا د انځورونو د نندارتون یوه غونډه ده، خو دایو فرصت هم دی چې، د ملګرو ملتونو له ۷۰ یمې کلیزې څخه لمانځه وکړو. نن موږ ویاړو چې د ملګرو ملتونو درامنځ ته کیدو ۷۰ یمه کلیزه له خپلو ملګرو، شریکانو او همدارنګه  د ښاغلي نور په ګډون له خپلو نږدې همکارانو سره لمانځو “

ښاغلي هیسم د انځورونو دلیدلو پر مهال له ښاغلي عطا محمد نور سره ملګرتیا وکړه او نوموړي ته یې د هر انځور په اړه معلومات ورکړل

ځانګړي استازي وویل: ” له موږ سره پوښتنه پیدا شوه چې د ملګرو ملتونو او افغانستان ترمنځ له ځانګړو اړیکو او همدارنګه له هغو موخو څخه چې نوموړې اداره یې رامنځ ته کړه په کومه غوره توګه مانځنه وکړو. “نوموړي زیاته کړه:” د دې پر ځای چې، د ملګرو ملتونو لاسته راوړنې لست کړو، موږ پریکړه وکړه چې د ۱۲ افغان متخصصینو په کارونو تمرکز وکړو “

ښاغلي هیسم وویل ، دا د دوی کارونه دي چې په غوره توګه دملګرو ملتونو د موخو ښکارندویي کوي. دوی د نندارتون لپاره په دې موخه ونه ټاکل شول چې په افغانستان کې دبیلابیلو برخو استازیتوب کوي، بلکې دوی دهغو بیلابیلو فعالیتونو استازیتوب کوي چې ملګري ملتونه پکې ښکیل دي

ښاغلي هیسم وویل: ” که څه هم د بشري حقونو ساتنه ، د تاریخي میراثونو خوندیتوب ، له چاپیریال څخه ساتنه ، د ځوانانو انسجام ، د ښوونې او روزنې وده او همدارنګه د ټولنو لپاره د ښه ژوندون فضا رامنځ ته کول ، لکه ماین پاکي – د دوی کار د دوی لپاره او هم دافغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه ده “

ښاغلي عطا محمد نور په خپل وار سره وویل چې ، د ملګرو ملتونو له رامنځ ته کیدو راپدیخوا دې ادارې د شخړو دحلولو او دسولې او ثبات په رامنځ ته کولو کې دپام وړ لاسته راوړنې درلودلي.

ښاغلي نور وویل: ” له تیرو ۶۰ کلونو څخه راپدیخوا چې، افغانستان د ملګرو ملتونو غړیتوب تر لاسه کړی، د دې کورنۍ یو ریښتینی غړی پاتې شوی. زه له ملګرو ملتونو څخه په ځانګړي ډول په افغانستان کې د تیرو ۱۵ کلونو لپاره مننه کوم چې د سولې د راوستلو او بې شماره نورو چارو لپاره یې نړیوالې مرستې همغږې کړي دي “

په دې غونډه کې شاوخوا ۶۰ کسانو برخه اخیستې وه چې په ځانګړې توګه چمتو شوي پانورامیک انځورونه پکې نندارې ته وړاندې شول. هر انځور څلور متره ده او د مسلکي افغانانو د کار درې صحني پکې تر سترګو کیږي چې د روغتیایي خدمتونو ، له کډوالو سره د مرستو، دچاپیریال ساتنې او همدارنګه په نورو مهمو برخو کې اغیزمن کارونه تر سره کړي.

له کابل وروسته مزار شریف لومړنی ولایت دی چې نوموړي انځورونه پکې نندارې ته وړاندې کیږي او همدارنګه په پلان کې ده چې دهیواد په څو نورو ولایتونو کې هم نندارې ته وړاندې شي

د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د لمانځنې بلبوردونه چې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کلیدي کارونو ښکارندویي کوي له کابل وروسته په مزار شریف ښار کې نصب شول

دغه ۹ پانورامیک انځورونه چې، د وتلو مسلکي کارکوونکو د پیژندنې تر څنګ په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي، په UNAfghanistan.org کې د لاسرسي وړ دي