مزارشریف، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۵ مه – په مزارشریف ښار کې د یوه انځوریز نندارتون په ترڅ کې دیو شمیر افغان متخصصینو له فوق العاده کارونو څخه لمانځنه وشوه
د محصلینو، مدني ټولنې استازو، خبریالانو او دملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسانو په دې نندارتون کې ګډون درلود، چیرته چې یو شمیر څلور متره پانورامیک، په ځانګړي ډول چمتو شوي، انځورونه نندارې ته وړاندې شول
له دغو نهو انځورونو څخه په هر یوه کې د مسلکي افغانانو د کار درې صحني تر سترګو کیږي چې د روغتیایي خدمتونو ، له کډوالو سره د مرستو، دچاپیریال ساتنې او همدارنګه په نورو مهمو برخو کې اغیزمن کارونه تر سره کړي
نوموړی نندارتون چې، پرون دیوې غونډې په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شو، د بلخ ولایت پوهنتون د حقوقو پوهنځي رییسې، شکیبا بګراموال او په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو دمرستندویه پلاوي (یوناما) د سیمه ییز دفتر مشرې، ناحید ابواکر له لورې پرانستل شو
په دې غونډه کې آغلې بګراموال وویل چې، افغانستان له ډیرو ننګونو سره مخ و او د دې ستونځو د حل په برخو کې ملګرو ملتونو ډیره مرسته “وکړه نوموړې وویل: ” د ملګرو ملتونو مثبتو او ګټورو کړنو په دې هیواد کې د اوضاع د خرابوالي مخه ونیوله
دغونډې پر مهال دوه افغان متخصصینو، د ګوزڼ واکسین همغږې کوونکې رحیمې احمدي او د ښځو چارو فعالې مغفرت صمیمي هم ګډونوالو ته خبرې وکړې
رحیمې دخپل ژوند ډیره برخه د دې لپاره وقف کړی، تر څو له ګوزڼ څخه پاک افغانستان وویني. نوموړې په تیرو پنځلسو کلونو کې د عامې روغتیا ریاست د ماشومانو دودې په ولایتې څانګه کې له نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) سره کار کړی چې په هیواد کې د ګوزڼ واکسین پروګرام پر مخ یوسي
نوموړې ، او دهغې ډله کور په کور او کوڅه په کوڅه ګرځي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې ټول ماشومان واکسین شويدي.”دیوې مور په توګه زه هیڅکله نه غواړم چې یو ګوزڼ وهلی ماشوم ووینم… موږ کولای شو چې یوازې د دوه څاڅکو واکسين له لارې د دې ناروغۍ مخه ونیسو “
دماشومانو لپاره دملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یونسیف) له نړیوال روغتیایي سازمان WHO او افغان چارواکو سره د ګوزڼ واکسین په برخه کې کار کوي
مغفرت صمیمي د بشري حقونو یوه نه ستړې کیدونکې فعاله ده ، په تیره بیا د تاوتریخوالي پروړاندې د ښځو د ساتنې په برخه او همدارنګه د تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوي
په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د افغان بشري حقونو د موسسې (AHRO) دمشرې په توګه د بشري حقونو موضوعاتو په اړه راپورونه چمتو کوي، او دیوې منځګړې په توګه ورته په پراخه توګه احترام کیږي
د ځان وژنې د نورو ډولونو تر څنګ ، ځان ته د اور اچونې ، دکم عمر او زور دودونو، جنسي زورونو ، اختطاف، بندي کولو ، دشکنجه کولوله مخنیوي سره مبارزه او دښځو دحقونو په برخه کې د پوهاوي ورکول دهغې د چارو یوه برخه جوړوي . ” زموږ دنده د هغو ښځو په ګډون چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، مظلومو خلکو ته خدمت کول دي … موږ تل له مظلومانو سره مرسته کوو “
نندارتون دلیدلو ترڅنګ، ګډون کوونکو همدارنګه د ملګرو ملتونو د تاریخچې په اړه په یوه ذهني آزموینه کې هم برخه واخیسته
په کابل او مزارشریف کې له نندارې ته وړاندې کیدو وروسته، د انځورونو نوموړی نندارتون په پام کې ده چې دهیواد په درې نورو ښارونو کې هم نندارې ته وړاندې شي
دغه ۹ پانورامیک انځورونه چې، د وتلو مسلکي کارکوونکو د پیژندنې تر څنګ په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي، په UNAfghanistan.org کې د لاسرسي وړ دي