هرات، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۹ مه – په هرات کې د ملگرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د لمانځغونډې پرمهال د یوه نندارتون له مخې دیو شمیر افغان متخصصینو له فوق العاده کار څخه لمانځنه وشوه
د افغان خبریالانو، د مدني تولنې غړو، دیپلوماتانو او د ملګرو ملتونو چارواکو په ګډون شاوخوا ۸۰ تنو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه
په افغانستان کې دملګرو ملتونو په استازیتوب، ډامنیک میدلي او په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشر، عبدالقادر رحیمي د ملګرو ملتونو او دافغانستان تر منځ د مشارکت په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د فرهنګي میراثونو موسسې مشر، حبیب نوري، چې په نندارتون کې یې دکار انځورونه نندارې ته وړاندې شوې و، هم په دې غونډه کې خبرې وکړې
ښاغلي رحیمي وویل چې، ملګري ملتونه له لسیزو راپدیخوا په افغانستان کې کار کوي او خلکو ته یې د بشري مرستو، بشري حقونو او همدارنګه د تاریخي میراثونو د ساتنې په برخو کې ښه خدمتونه تر سره کړي
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې، افغانستان په ۱۹۴۸ کال کې د ۴۷ نورو هیوادونو تر څنګ د بشري حقونون نړیوالې اعلامیې ته رایه ورکړه کوم چې په ټوله نړۍ کې یې دبشري حقونو د ترویج په برخه کې ارزښتناکه اغیزې درلودې
نوموړی نندارتون چې یو شمیر ځانګړي پانورامیک انځورونه پکې نندارې ته وړاندې شول څلور متره اوږدوالی او درې بیلابیلې صحنې لري چې د روغتیا، ماین پاکي، کډوالو او چاپیریال ساتتې په برخو کې د متخصصینو د کار ښکارندویي کوي
دهرات په نندارتون کې هم د کابل، مزارشریف او جلال آباد په څیر سلګونو کسانو برخه اخیستې وه
ویب پاڼه کې دلاسرسي وړ دي unafghanistan.org نوموړي انځورونه په