هرات، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۸ مه – په هرات ښار کې دملګرو ملتونو د ۷۰یمې کلیزې غونډې پرمهال چې له ملګرو ملتونو سره یې د افغانستان د اوږدمهاله مشارکت لمانځنه یې کوله، دهرات والي د ملګرو ملتونو ساینه وکړه
په دې غونډه کې د پارلمان د غړو، دولتي چارواکو، د مدني ټولنې استازو او د ملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسانو برخه اخیستې وه
د غونډې پر مهال د هرات والي، ښاغلي محمد آصف رحیمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي مرستیال مارک باوډن ګډونوالو ته خبرې وکړې
ښاغلي رحیمي وویل: ” د نړۍ په کچه ډیرې سختې ننګونې شتون لري او ملګري ملتونه د دې ستونزو د مخنیوي په برخو کې ډیر مهم رول لوبوي. “ نوموړي زیاته کړه چې دافغانستان خلک د ملګرو ملتونو د خدمتونو ستاینه کوي
نوموړي ۱۹۹۰ کلونو ته په اشارې سره وویل کله چې کابل تر محاصرې لاندې و، ملګرو ملتونو اړینې مرستې تر سره کولې، او کله چې طالبانو واک درلود، ملګري ملتونه یواځینۍ نړیواله اداره وه چې روغتیایي او نورو خدمتونو ته د ښځو دلاسرسي لپاره یې خبرې کولې
ښاغلي رحیمي همداراز وویل: ” د هرات دوالي په توګه زه غواړم د ملګرو ملتونو له ښو خدمتونو څخه ستاینه وکړم چې په هرات کې یې د سولې ، امنیت او ښې حکومتولۍ په برخو کې تر سره کړي “
” افغانستان اوس هم له سختو ننګونو سره مخ ده، خو دافغانستان خلک ژمن دي چې پر ننګونو بریالي شي او یو سوله ییز هیواد ولري او له ګاونډیو سره په سوله کې ژوند وکړي “
ښاغلي باوډن وویل چې، افغانستان د ملګرو ملتونو یو فعال غړی دی او یو له هغو ۴۸ هیوادونو څخه دی چې، په کال ۱۹۴۸ کې یې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ومنله
د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي مرستیال همداراز وویل چې، ملګري ملتونه له ۶۰ کلونو راهیسې په دې هیواد کې شتون لري او ډیر کلونه نور به هم دلته اوسي تر څو باثباته او هوسا افغانتسان ته درسیدو په لار کې له افغانانو سره مرسته وکړي
د دې غونډې مهمه برخه د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د انځورونو نندارتون و چې، د یو شمیر وتلو افغان متخصصینو د کار ښکارندویي یې کوله او ملګرو ملتونو ورسره ګډ کار او له دوی څخه یې ملاتړ کړی
یو تن مسلکي کار کوونکي حبیب الله نوري چې، د انځورونو په نندارتون کې یې انځورونه نندارې ته وړاندې شول هم ګډونوالو ته خبرې وکړې
حبیب نوري د ا فغانستان د فرهنګي میرا ثونو مشورتي موسسې (ACHCO) رییس دی، دا یوه نادولتي موسسه ده چې د راتلونکو نسلونو لپاره دافغانستان د بډایه کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې کار کوي
ښاغلي نوري وویل: ” موږ هڅه کوو چې، دتاریخ دساتنې داهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړو: موږ اړتیا لرو چې د خپلو نیکونو تاریخ او کلتور وساتو. “ د نوموړي له موسسې سره د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان) یونسکو (له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې مرسته کیږي. تر دې وړاندې ښاغلي نوري د ملګرو ملتونو د هبیتات له ادارې سره کار کړی
د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې نندارتون د ځانګړو پانارومیک انځورونو نندارې ته وړاندې کولو سره لومړی په کابل ، مزار شریف او جلال آباد ښارونو کې نندارې ته وړاندې شو. دغه لوی انځورونه، چې شاو خوا څلور متره اوږدوالی لري، په هر یوه کې درې صحنې تر سترګو کیږي چې د روغتیا، کډوالو او د چاپیریال ساتنې په برخو کې د مسلکي کار کوونکو د کار مهمې برخې روښانه کوي