کندهار، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۲۶ مه – د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې د لمانځلو دیوې برخې په توګه، د یوې ډلې افغان مسلکي کارکوونکو کار نن په کندهار کې د یوه انځوریز نندارتون په ترڅ کې ولمانځل شو

په دې غونډه کې د ویسا اکاډمي د زده کوونکو تر څنګ، د مدني ټولنې غړو، خبریالانو او دملګرو ملتونو چارواکو په ګډون شاوخوا ۳۰ تنو برخه واخیسته

د لمانځغونډې پر مهال د خپلو خبرو په ترڅ کې ښاغلي سیمون هیرمیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کورنۍ په استازیتوب د ملګرو ملتونو او افغانستان ترمنځ د مشارکت په اړه په ځانګړې توګه په سویلي ولایت اودې سیمه کې خبرې وکړې

ښاغلی هیرمیس چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د کندهار دسیمه ییز دفتر مشر دی وویل چې، د ملګرو ملتونو کورنۍ په کندهار او سرحدي سیمه کې کار کوي تر څو د بشري مرستو او بشري حقونو په ګډون افغانانو ته خدمتونه چمتو کړي

نوموړي همدارنګه یو شمیر ننګونې په ګوته کړې: ” یواځې په دې سیمه کې، موږ د ویجاړوونکې جګړې  دزور اخیستنې شاهدانو یو. “او ټینګار یې وکړ تر څو چې ملګرو ملتونو ته په دې هیواد کې اړتیا وي، موږ به له افغانستان سره په مشارکت کې کار وکړو

ښاغلي هیرمیس زیاته کړه : ” له دې فرصت نه په ګټې پورته کولو سره زه غواړم ووایم ملګري ملتونه به له افغانستان سره خپلو مرستوته تر هغه ادامه ورکړي چې اړتیا وي ورته او افغانستان د سولې او ثبات هیلې ته ورسیږي “

ښاغلي هیرمیس له خبریالانو او د مدني ټولنې له استازو سره ملګرتیا وکړه او د هر انځور په اړه یې له محصلینو او نورو ګډونوالو سره خبرې وکړې. د ویسا اکاډمۍ زده کوونکو له نندارتون سره ډیره علاقه وښوده او د هغو افغان مسلکي کارکوونکو په اړه یې پوښتنې وکړې چې انځورونه یې نندارې ته وړاندې شوي وو

دغه لوی پانورامیک انځورونه شاو خوا څلور متره اوږدوالی لري، دهیواد په بیلابیلو مشخصوسیمو کې یې انځورونه اخیستل شوي چې ، دغو مسلکي کسانوپکې کارکا وو او هر یو یې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو ، له کډوالو سره د مرستو، دچاپیریال ساتنې او همدارنګه په نورو مهمو برخو کې اغیزمن کارونه تر سره کړي

نوموړي نندارتونونه چې په کابل، مزارشریف، جلال آباد او هرات ښارونو کې نندارې ته وړاندې شول، دولتي چارواکو، دیپلوماتانو اوسیمه ییزو مشرانو ترې لیدنه وکړه

همداراز هغه بلبوردونه چې د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې په مناسبت چمتو شوي او په افغانستان کې دملګرو ملتونو د کار ښکارندویي کوي په کندهار کې خپاره شول، په داسې حال کې چې لومړی په کابل او نورو ښارونو کې خپاره شوی وو

دغه نهه پانورامیک انځورونه چې په نندارتون کې  د مسلکي کارکوونکو له پیژندنې سره یو ځای نندارې ته وړاندې شول، په UNAfghanistan.org. د لاسرسي وړ دي