کابل، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۷ مه – د نني افغانستان د ځانګرو راډیو یي خپرونو لړۍ چې، د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د لمانځلو د یوې برخې په توګه چمتو شوي، د هیواد په کچه په روانه اونۍ کې خپریږي
نوموړې راډیویې خپرونې چې په دري او پښتو ژبو خپریږي اوهغه مسلکي افغانان تر پوښښ لاندې راولي چې د پیاوړي افغانستان په موخه بدلون رامنځ ته کوي
د دې وانۍ په خپرونه کې تاریخي میراثونو او د چاپیریال ساتنې ته ځای ورکړل شوی: حبیب نوري د افغانستان د تاریخي میراثونو د مشورتي موسسې مشر او همدارنګه کبرا او نیکبخته د بامیانو ولایت د بند امیر د ملي پارک ساتونکې
حبیب نوري د ا فغانستان د فرهنګي میرا ثونو مشورتي موسسې (ACHCO) رییس دی، دا یوه نادولتي موسسه ده چې د راتلونکو نسلونو لپاره دافغانستان د بډایه کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې کار کوي. نوموړی په ځانګړې توګه دتاریخي میراثونو د بیارغونې په برخه کې کار کوي چې ، د حبیب نوري وروستۍ بیارغونه په هرات ولایت کې د پنځلسم قرن د شهزاده عبدالله مقبره ده
نوري وویل : ”موږ هڅه کوو چې، دتاریخ دساتنې داهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړو: موږ اړتیا لرو چې د خپلو نیکونو تاریخ او کلتور وساتو“
د ACHCO موسسه په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو له خوا نه تمویلیږي، خو د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان)یونسکو( له خوا ورسره د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې مرسته کیږي
د چاپیریال ساتنه یوه بله ننګونه ده چې هیواد ورسره مخ ده. د افغانستان دملي پارک ساتونکې هڅه کوي چې له چاپیریال او دهیواد د طبعي ښکلا څخه ساتنه وکړي
کبرااو نیکبخته له دوه نورو ښځینه کارکوونکو سره له دوه کلونو راپدیخوا د بامیانو ولایت د بند امیر په ملي پارک کې د حیات وحش د ساتنې ټولنې ته کار کوي. د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (UNDP) او نورې موسسې د دوی له کار څخه ملاتړ کوي
نوموړې ساتونکې سیلانیانو ته لارښوونه کوي او معلومات ورکوي، اوهمدارنګه د حیات وحش د ساتنې او خوندیتوب په اړه په سیمه کې دخلکو د پوهاوي کچه لوړوي