کابل، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر ۲مه – د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې په مناسبت د ٫نني افغانستان٬ دخپرونو دلړۍ دویمه برخه دهیواد په کچه د دې اونې په ترڅ کې خپریږي
دغه خپرونه چې، په دري او پښتو ژبو به خپرې شي دوه افغانې متخصصې، مغفرت صمیمي چې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ښځو له حقونو څخه دفاع او د تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوي او رحیمه احمدي، چې د واکسین همغږې کوونکې ده تر پوښښ لاندې راولي
میرمن مغفرت صمیمي په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د بشري حقونو د سازمان مشره ده. نوموړې دبشري حقونو په برخه کې یوه نه ستړې کیدونکې فعاله ده، په تیره بیا د تاوتریخوالي پر وړاندې د ښځو دساتنې او له دوی سره د مرستې په برخه کې
په زور او د کم سن ودونه، جنسي تیری، تښتونه، بندي کیدل، شکنجه، وژنه، ځان سیزنه او د ځان وژنې نور ډولونه د ښځو د حقونو په برخه کې د نوموړې کاري برخه جوړوي
فرهنګي محدودیتونه یوه لویه ننګونه جوړوي، ځکه چې ډیری کورنۍ د تاوتریخوالي پیښې د شرم له امله له چارواکو سره نه شریکوي، خو دغه کړنه له دیني عالمانو او سیمه ییزو مشرانو سره د دادخواهۍ له امله د بدلون په حال کې ده
میرمن مغفرت وایي: ” زه دافغانستان خلکوته د خدمت لپاره ژمنه کوم: د جنسي تیریو او دماشومانو د جنسي ځورونو، د کم عمر او جبري ودونو، تښتونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخو کې باید افغان د جرمونو ښکار نشي “
د ماشومانو ګوزڼ د افغانستان پر وړاندې یوه بله ننګونه ده او افغانستان دنړۍ په کچه له دوه یواځیني هیوادونو څه یو دی چیرته چې ګوزڼ شتون لري. او دوروستیو شمیرنو له مخې په دې هیواد کې د ګوزڼ ۱۳ پیښې ثبت شوي دي
په مزارشریف کې د واکسین همغږې کوونکې ، میرمن احمدي دخپل ژوند ډیری برخه دې ته بیله کړې تر څو افغانستان له ګوزڼ څخه خلاص شي
له پنځلسو کلونو راپدیخوا نوموړې د روغتیا د ریاست د ماشومانو دستاتنې په ځانګه کې له نړیوال روغتیایي سازمان سره دګوزڼ واکسین په برخه کې کار کړی. هغې لومړی دیوې داوطلبې په توګه خپل کار پیل کړ او وروسته د سرپرستې په توګه او دم ګړۍ د همغږې کوونکې په توګه کار کوي
نوموړې وایي: ” کله چې یو ماشوم د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شي، له هغه وروسته ۲۰۰ نور ماشومان کیدای شې له دې ناروغۍ څخه اغیزمن شي. موږ کولای شو د دوه څاڅکو واکسین له لارې د دې ناروغۍ مخه ونیسو. دغه واکسین یو قوي انتي باډی ده او کولای شي له پنځه کلونو څخه واړه ماشومان په دې ناروغۍ له اخته کیدو څخه خلاص کړي “
میرمن احمدی او دهغې ډله کور په کور، سړک په سرک ګرځي تر څو ډاډ ترلاسه کړي، چې ټول ماشومان واکسین شوي. که څه هم امنیت یوه ننګونه ده: ” يه یو شمیر سیمو کې د نا امنۍ له امله ماشومانو ته واکسین نه رسیږي او دا زما او زما دهمکارانو لپاره ستونزمنه ده چې هغو سیمو ته ورشو “
د ملګرو ملتونو د ماشومانو او روغتیا ادارې له افغان چارواکو سره د ګوزڼ دواکسین په برخه کې کار کوي