کابل، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر ۲۹مه – یوه ډله افغان متخصصین چې د یوه غوره افغانستان لپاره یې په خپلو کاري برخو کې یې یو لړ مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي، نن په کابل کې د یوه انځوریز نندارتون په ترڅ کې ولمانځل شول
د رسنیو ، مدني ټولنې او ملګرو ملتونو شاوخوا ۱۵۰ تنه استازو نن په دې نندارتون کې برخه واخیسته، چې پکې څلور متریزه پانورامیک ځانګړي انځورونه نندارې ته وړاندې شول
هر انځور ( په unafghanistan.org کتلی شئ) درې بیلابیلې صحنې لري چې د روغتیا، ماین پاکي، کډوالو او چاپیریال ساتتې په برخو کې د متخصصینو د کار ښکارندویي کوي
د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر، ښاغلي نیکولاس هیسم وویل، تقریبا له پیل څخه افغانستان دملګرو ملتونو یو له پخوانیو او فعالو غړو هیوادنو څخه دی
ځانګړي استازي همدارنګه وویل، په افغانستان کې دملګرو ملتونو ۷۰یمه کلیزه د ” عامو افغانانو، که څه هم دوی فوق العاده افغانان دي د کار په لمانځلو سره تجلیل شوه “
ښاغلي هیسم وویل نوموړي کسان او په انځورونو کې د دوی کارونه هغه چارې په ګوته کوي چې، په افغانستان کې دملګرو ملتونو بیلابیلې ښکیلتیاوې په ډاګه کوي ”د دوی کارونه زموږ موخې په غوره توګه تشریح کوي. د دوی کارونه دوی او افغانستان ته یوه لاسته راوړنه ده “
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې، د دوی کارونه ښیي چې ملګري ملتونه له افغانانو سره او دافغانانو له لارې پرته هیڅ هم کولای نشي. ښاغلي هیسم وویل ملګري ملتونه به په افغانستان کې تر هغه پاتې شي څو افغانان د یوه باثباته، امن او هوسا افغانستان موخې ته ورسیږي
له نوموریو متخصصینو څخه دوه تنو : دمور اوماشوم روغتیا پالې، فیروزې مشتري او د ماین پاکي چارو د مرکز رییس، صدیق راشد چې په نندارتون کې شامل وو حاضرینو ته خبرې وکړې
میرمن مشتري دافغانستان د مور او ماشوم یوه وتلې روغتیا پاله ده. هغې په افغانستان کې د قابله ګۍ رسمي زدکړې کړي او په داسې وه وخت کې فارغه شوه چې افغانستان د یوې میندواره مور دپاره تر ټولو خطرناکه هیواد و، او یومحدود شمیر ښځو د قابله ګۍ خدمتونو ته لاسرسی درلود
مخکې له دې چې فیروزه په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې خپل کار پیل کړي، په افغانستان کې له ۱۰۰،۰۰۰ ښځو څخه ۱،۶۰۰ تنو دزیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه. نن دغه شمیره ۳۲۷ مړینو ته راټیټه شوې. همدا ډول د ماشومانو دمړینې کچه هم راټیټه شوې
نوموړې وویل: ” زما تر ټولو لویه هیله داده چې هره میندواري او هر زیږون خوندي کړم. زه دې کار ته ژمنه یم “
له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د ملګرو ملتونو د وګړو دصندوق (UNFPA) او په ۲۰۱۴ کال کې دماشومانو لپاره دملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یونسف) سره د قابله ګانو د روزنې تر څنګ، فیروزې له یو شمیر کورنیو او نړیوالو موسسو سره کار کړی. اوسمهال نوموړې دافغانستان د قابله ګانو د ټولنې سرپرسته رییسه ده. هغې وویل: ” زما د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې ملګرو ملتونو له ما سره حیاتي مرسته کړې “
محمد صدیق راشد په افغانستان کې دملګرو ملتونو د ماین پاکي چارو دهمغږۍ مرکز رییس دی. نوموړي له ۲۵ کلونو څخه زیات د ملګرو ملتونو په بیلابیلو ادارو کې کار کړی تر څو افغانستان دماینونو او نورو ناچاوده توکو له شتون څخه پاک کړي او همدارنګه له ټولنو څخه ساتنه وکړي او پاکه شوې ځمکې خلکو ته داغیزمنې کارونې لپاره وسپاري
د ماین پاکي چارو دهمغږۍ مرکز، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماین پاکي مرکزپه نوم یادیده، دملګرو ملتونو دماین پاکي چارو دخدمتونو او دملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دادارو له خوا یې ملاتړ کیږي
ښاغلي راشد وویل: ” دجګړو د شومو پدیدو څخه یو هم ماینونو او ناچاوده توکي دي، چې په استوګنځیایونو، کرنیزو سیمو، ښوونځیو او سړکونو کې شتون لري او دافغانانو لپاره یې ژوند ستونزمن کړي “
صدیق او دهغه ژمنو ملګرو د هیواد په کچه د ماینونو له اړخه د مرګ ژوبلې د شمیرې په ټیټولو کې حیاتي رول لوبولی دی. نوموړي په ۱۹۸۹ کال کې دلومړي ځل لپاره دماینونو پاکولو دپلان له موسسې سره دنده پیل کړه، چې دملګرو ملتونو دبشري مرستو دهمغږۍ د دفتر له خوا ورسره مرسته کیدله او تر دې مهاله دهیواد ۸۰ سلنه خاوره پاکه شوې ده
هغه وویل: ” زه هیله من یم چې یوه ورځ دا ستونزه ختمه شي. دلته نورې په ماینونو ککړې سیمې شتون ونلري، او هغه سیمې چې له پخوانیو جګړو ککړې پاتې دي باید پاکې شي “
دغه ۹ پانورامیک انځورونه چې، د وتلو مسلکي کارکوونکو د پیژندنې تر څنګ په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي، په UNAfghanistan.org کې د لاسرسي وړ دي