کابل، ۲۵ اکتوبر سال ۲۰۱۵ – په افغانستان کې دملګرو ملتونو کورنۍ دملګرو ملتونو کلیزه د یو شمیر وتلو مسلکي افغانانو پر کار په رڼا اچولو سره ولمانځله چې ملګرو ملتونو ورسره په وروستیو کلونو کې مرسته کړې

نوموړي مسلکي کسان، د ډیری نورو زیاتو پیاوړو افغانانو سره یو ځای په یو شمیر حیاتي برخو کې د چارو مشري کوي تر څو یو باثباته، سوله ییز او هوسا افغانسات رامنځ ته کړي. په راتلونکو ورځو کې به دوی په ملي راډیو ټلویزیون او همدارنګه دهیواد په کچه په یو شمیر غونډو کې څرګند شي

د نوموړیو وتلو افغانانو په اړه دلازیاتو معلوماتو لپاره دغه پاڼه وګورئ

http://www.unafghanistan.org

په افغانستان کې ملګري ملتونه د ملګرو ملتونو ۷۰ یمه کلیزه د ’ پیاوړي ملګري ملتونه ، پیاوړی افغانستان‘ تر شعار لاندې د یو شمیر غونډو په ترڅ کې نن ورځ (دملګرو ملتونو ورځ) لمانځي چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د نومبر تر پایه به دوام مومي