کابل، د ۲۰۱۵ میلادي کال د اکتوبر ۲۹ – د ملګرو ملتونو د اویایمې کلیزې د لمانځنې د یوې برخې په توګه په دې تړاو د ننني افغانستان د راډیویي خپرونو د لړۍ لومړنۍ خپرونه په ټول افغانستان کې خپره شوه. دغه راډیویي خپرونې د ملګرو ملتونو او افغانانو تر منځ د همکاریو بیلابیلو برخو ته کتنه لري
په دغو خپرونو کې له یو شمیر هغو مسلکي افغانانو سره خبرې شوې چې په خپلو ټولنو کې د مثبت بدلون لپاره کار کوي. د دې لړۍ لومړنۍ خپرونه په افغانستان کې د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ د مرکز د مشر محمد صدیق راشد او د مور او میندو د روغتیاپالې فیروزه مشتري کار او فعالیت رانغاړي
د ښاغلي راشد په وینا: د افغانستان په هره برخه کې جنګ جګړې شوې او په کلیو او بانډو او ښارونو کې کرنیزې ځمکې او سړکونه په ماینونه او ناچاوده مهماتو ککړ شوي دي. نوموړی زیاتوي چې نن سبا په زرګونو کلي له دې اړخه زیانمن شوي او د بنسټیزو ملي پروژو په عملي کولو یې ناوړه اغیزې شیندلې دي
د خپرو شوو شمیرو له مخې که څه هم ۸۳ سلنه ځمکې له ماینونو پاکې شوې دي، خو لا هم افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې په ماینونه ککړ دی. په منځنۍ توګه هره میاشت په افغانستان کې ۳۳ کسانو ته د ماین چاودنو پیښو کې مرګ ژوبله اوړي
د میندو او ماشومانو روغتیا په افغانستان کې یوه بله مهمه موضوع یادیږي. له ۲۰۰۲ کال راهیسې چې په هرو سل زره ولادتونو کې به ۱۶۰۰ میندو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، اوسمهال دا کچه ۳۲۷ ته راټیته شوې ده. دا یو ریښتونی پرمختګ او لاسته راوړنه یادیږي، خو لا هم د نړۍ په کچه د مور او ماشوم د مړینې په برخه کې ډیره لوړه کچه ده
د ملګرو ملتونو کورنۍ په دې برخه کې له اړونده بنسټونو او ادارو سره د مالي او تخنیکي مرستو تر څنګ، د ظرفیت جوړنې په برخه کې پوره همکاري کوي
د آغلې مشتري په وینا: د یوې قابلې لومړنۍ هدف دا دی چې د زیږون بهیر پوره خوندي وي او روغ ماشوم نړۍ ته ډالۍ شي. نوموړې زیاتوي: زه فکر کوم چې دا یوه ډیره په زړه پورې دنده ده. کله چې له یوې مور سره مرسته کوم او هغه یې خپل ماشوم په غیږ کې نیسي تر دې نو ستره ډالۍ ماته نشته دا ماته د لا ښه کار کولو لپاره انرژي او ځواک راکوي او لا مې پیاوړې کوي