کابل، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر ۲۹مه – د افغانستان لومړۍ میرمن، رولا غني د شاوخوا ۱۵۰ نورو ګډون کوونکو تر څنګ په کابل کې د ملګرو ملتونو د انځورونو له هغه نندارتون څخه لیدنه وکړه چې، په کابل کې یې د یو شمیر افغان متخصصینو له کار څخه لمانځنه کوله
له دغو متخصصینو څخه هر یوه چې، د روغتیا، ماین پاکي، کډوالو او د چاپیریال ساتنې په برخو کې کار کاوه، د افغانستان د سوکالي لپاره یې یو مثبت بدلون رامنځ ته کړی وو
د افغان ژورنالستانو، د مدني ټولنې غړو او دملګرو ملتونو استازو یو شمیر هغه پانورامیک انځورونه وکتل چې، په ځانګړي ډول چمتو شوي
هر انځورچې درې صحنې پکې تر سترګو کیدې دنوموړو متخصصینو دکار کلیدي برخې پکې روښانه شوې وې او په دې ویبسایټ کې دلاسرسي وړ دي