کابل، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر ۲۸ مه – افغان سیاسي مشرانو او متخصصینو له ملګرو ملتونو سره یوځای نن په کابل کې له افغانستان سره دملگرو ملتونو او افغانانو اوږدمهاله مشارکت د ملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې د لمانځغونډې په ترڅ کې و لمانځه

د افغانستان اجراییه رییس، ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله او دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي حکمت کرزي د دې غونډې پر مهال چې، د یو شمیر مسلکي افغانانو د کار لاسته راوړنې هم د انځورونو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې، دملګرو ملتونو او افغانستان تر منځ پر بې سارې اړیکو رڼا واچول

ښاغلي ډاکټر عبدلله له ملګرو ملتونو نه مننه وکړه چې، له افغانانو سره یې د تیرو لسیزو په سختو کلونو کې مرسته وکړه، په تیره بیا د وروستۍ زلزلې پر مهال. نوموړي همدارنګه وویل چې ملګرو ملتونو د سیاسي بهیر په اسانتیاوو کې خورا مهم رول لوبولی او بشري او پرمختیایي مرستې یې همغږې کړي

ښاغلي کرزي وویل افغانستان ویاړي، چې دملګرو ملتونو یوه برخه ده او له هغو ټولو افغانانو او بهرنیانو څخه یې مننه وکړه چې له دې نړیوالې ادارې سره کار کوي.  نوموړي وویل: ” د دوی هلو ځلو او سرخندنو د سولې، امنیت، پرمختیا او دبشري حقونو په برخه کې ډیره اغیزه درلودلې “

هغه زیاته کړه: ”ملګري ملتونه دافغانستان اوږدمهاله او داعتماد وړ ملګری دی او ټینګار یې وکړ، حتی نورو خپلې دروازې وتړلې، خوملګري ملتونه دلته له موږ سره ملاتړ او مرستو ته چمتو وو “

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر، ښاغلي نیکولاس هیسم وویل، افغانستان دملګرو ملتونو له ټولنې څخه یو له پخوانیو او فعالو غړو هیوادنو څخه دی

نوموړي وویل: ” ملګري ملتونه د ۳۰ ستونزمنو کلونو په ګډون له ۶۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د دې هیواد له خلکو سره کار کوي. موږ غواړو چې، ۶۰ کلونه نور او تر هغه مهاله چې افغانان له ملګرو ملتونو سره کار وغواړي په دې هیواد کې پاتې شو “

د نندارتون په ترڅ کې یو شمیر ځانګړي پانورامیک انځورونه سره راټول شوي چې، د ښځو او نارینه وو په ګډون یو شمیر مسلکي افغانان نندارې ته وړاندې کوي چې، د ملګرو ملتونو له خوا ورسره مرسته شوې او د روغتیا ، کډوالو ، چاپیریال ساتنې په ګډون پر یو شمیر برخو کې یې بدلون رامنځ ته کړی.

ښاغلي هیسم همدارنګه وویل، د ملګرو ملتونو د کلیزي د لمانځلو تر ټولو غوره لار دا ده چې د افغانانو د لاسته راوړنو لمانځنه وشي، په تیره بیا دهغو عادي افغانانو چې ، د بشري حقونو، د ښځو دحقونو، د فرهنګي میراثونو ساتنې او ماینونو پاکولو په برخو کې یې فوق العاده کارونه تر سره کړي

ښاغلي هیسم وویل: ” نوموړي کسان او په انځورونو کې د دوی کارونه هغه چارې په ګوته کوي چې، دملګرو ملتونو موخې پکې په ډاګه شوي. موږ پوهیږو چې دملګرو ملتونو موخې د افغانانو د کار او له افغانانو سره دکارله مخې په غوره توګه تشریح شوي دي “

ښاغلي هیسم همدارنګه وویل چې: ” ملګري ملتونه به په پاتې لاره له افغانانو سره لاس په لاس روان وي تر څو چې د یوه باثباته، امن او هوسا افغانستان موخې ته ورسیږي “

دغه ۹ پانورامیک انځورونه چې، د وتلو مسلکي کارکوونکو د پیژندنې تر څنګ په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي، په UNAfghanistan.org کې د لاسرسي وړ دي