کابل، داکتوبر ۲۴، ۲۰۱۵ کال – دملګرو ملتونو د ۷۰ یمې کلیزې دلمانځلو په موخه ، د نړۍ مشهوره ودانۍ په شین رنګ سره روښانه شوې

د ملګرو ملتونو سرمنشي، ښاغلي بانکي مون نوموړې اداره د ” ټول بشریت ته یوڅراغ“ په نوم ونوموله په داسې حال کې چې، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر او د نړۍ په بیلابیلو برخو کې شاوخوا ۲۵۰ نورې ودانۍ د ملګرو ملتونو په شین رنګ زرغونې شوې

دغه لمانځنه د جمعې په ورځ په نوي زیلاند کې پیل شوه او دملګرو ملتونو د رسمي شین رنګ وړانګې په یو شمیر هیوادونو، لویو وچو او تاریخي ودانیو خورې شوې تر څو دملګرو ملتونو له اویایمې کلیزې څخه درناوی وشي

دهغو مشهورو ودانیو ترمنځ چې په شین رنګ به روښانه شي، په مصر کې لوی اهرامونه ، د چین لوی دیوالونه، د روسیې دهیرمیتیج موزیم او په اردن کې د پیټرا تاریخي ښار شتون لري

د ملګرو ملتونو ورځ د ملګرو ملتونو د منشور د اجرایي کیدو لمانځنه کوي. چې د ملګرو ملتونود امنیت شورا د پنځه دایمې غړو هیوادونو تر څنګ د لاسلیک کوونکو هیوادنو په اکثریت سره تصویب شو او نوموړې اداره په رسمي ډول رامنځ ته شوه. افغانستان د ۱۹۹۶ زیږدیز کال د نومبر دمیاشتې په ۱۹مه نیټه د دې ادارې غړی هیواد شو

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: ”له رامنځته کیدو څخه ۷ لسیزې وروسته، ملګري ملتونه د ټول بشریت لپاره یو څراغ پاتې. هره ورځ ملګري ملتونه وګووګړو ته خوراکي توکي ورکوي، کډوالو ته سرپناه برابروي چې له خپلو کورونو څخه شړل شوي. ملګري ملتونه ماشومان واکسینوي او که چیرې واکسین نشي د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. له نژاد، مذهب، ملیت او جنسیتي توپیرونو پرته دټولو له بشري حقونو څخه دفاع کوي

ښاغلي سرمنشي وویل: ” نړۍ له ډیر شمیر ناورینونو سره مخ ده، او په دردناکه توګه دنړیوالو جامع اقداماتو محدودیتونه روښانه دي. یو هیواد یا اداره هم نشي کولای چې په یواځې ځان د نن ورځې ننګونو ته دحل لار پیدا کړي. د ملګرو ملتونو د منشور ارزښتونه باید زموږ دیوه لارښود په توګه پاتې شي. زموږ ګډه دنده داده چې خپل قوت سره یو ځای کړو ، اوخلکو ته خدمتونه وړاندې کړو

د ملګرو ملتونو د ورځې په ویاړ د غونډو تر څنګ،  د ” پیاوړي ملګري ملتونه، غوره نړۍ “ تر شعار لاندې یو شمیر نور فعالیتونه د کال په ترڅ کې تنظیم شوي وو، چې له دې ډلې څخه په سان فرانسیسکو کې د ملګرو ملتونو د منشور د لاسلیک په ویاړغونډه وه چې په ۱۹۴۵ کې لاسلیک شوی وو