کابل، د ۲۰۱۵ کال ۲۸مه – د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې ملګرو ملتونو ته د دوی داویایمې کلیزې او دسولې ، پرمختګ او بشري حقونو په برخو کې د دوی حیاتي کارونو مبارکې ورکړه
د دې ټولنې یوه اعلامیه، چې د افغان ژورنالستانو استازیتوب کوي، لیکي چې، ملګرو ملتونو په تیرو ۷ لسیزو کې هڅه کړې تر څو سوله، امنیت، بشري حقونه، ټولنیز او اقتصادي وده، چاپیریال ساتنه خوندي او بشري مرستې چمتو کړي
د اعلامیې له مخې: ” دافغانستان د ژورنالستانو ټولنه ملګرو ملتونو ته د دې ادارې د رامنځ ته کیدو د اویایمې کلیزې مبارکي وایي”
دې ټولنې ویلي، چې ملګري ملتونه په سختو شرایطو کې د سولې، پرمختګ اوبشري حقونو لپاره کار
د دې ادارې په کلیدي راسته راوړنو کې دهیوادونو تر منځ شخړو ته د حل لارې پیدا کول او د لویو جګړو مخنیوي شامل
دژورنالستانو ټولنې هیله څرګنده کړې چې، ملګري ملتونه د افغانستان جګړې ته دحل لارې پیدا کولو تر څنګ خپلو چارو او مرستو ته دنړۍ په کچه دوام ورکړي